چین دې پاکستان د تروریزم ضد مبارزې او له طالبانو څخه ملاتړ نه کولو ته وهڅوی

گزارشگر:سه شنبه 28 ثور 1395 - ۲۷ ثور ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان اجرایی رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له چین نه وغوښتل، چې پاکستان د تروریزم ضد مبارزې او له طالبانو څخه ملاتړ نه کولو ته وهڅوی.
ښاغلی عبدالله دغه غوښتنه چین ته د خپل دوه ورځی سفر پر مهال په بېجنګ کې د دغه هېواد د کمونست ګوند د بهرنیو اړیکو له مشر سون تاو سره په خبرو کې وکړه.
د اجرایی ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د دوو هیوادونو د سیاسی ډلو او ګوندونو ترمنځ د روابطو پر بهترۍ او په اړوندو برخو کی د تجربو پر شریکولو خبرې اترې وشوې.
اجرایی رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د چین د حاکم ګوند دغه لوړ رتبه غړی ته و ویل، چې افغانستان او چین د لسیزو په اوږدو کې د یو بل ښه همکاران او ګاونډیان پاته شوی او اوس اړتیا ده، چی دغه نېکې اړیکی یوه بل او بهتر پړاو ته داخلې شی.
ښاغلی عبدالله زیاته کړې، چې په افغانستان کی ټیکاو او پرمختګ د ټولو په ګټه دی او اړتیا ده، چې د سیمې هېوادونه د امنیت د سمون لپاره د افغانستان له هڅو ملاتړ وکړی او تروریزم د خپلی بهرنۍ پالیسۍ د موخو د لاسته راتګ لپاره ونه کاروی.
ډاکتر عبدالله وویل: «له چین څخه غواړو، چې پاکستان د تروریزم ضد مبارزې او له طالبانو څخه ملاتړ نه کولو ته وهڅوی، څو په دې توګه نه یوازې افغانستان کی سوله راشی، بلکه د ایغور جنګیالیو پر ضد هم مبارزه قوی شی، ځکه چې ایغور مستقیماً د افغان طالبانو لخوا ملاتړ تر لاسه کوی.»
ډاکټر عبدالله عبدالله همداراز و ویل، چې هیواد یې د واحد چین د پالیسۍ طرفدار دی او په همدې موخه کار کوی.
د نوموړی په وینا، د دواړو هېوادونو د سیاسی ډلو او ګوندونو ترمنځ د همکاری او تګ راتګ زیاتوالی کولای شی، چې د چین د حاکم کمونست ګوند د حکومتدارۍ، اقتصادی ودی او پرمختګ له تجربو په افغانستان کې هم ګټه پورته شی.
په ورته وخت کې د چین د ولسی جمهوریت د کمونسټ ګوند د بهرنیو اړیکو مشر سون تاو و ویل، هیله لری، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د هر اړخیزو اړیکو لا ښې او زیاتې شی.
ښاغلی تاو زیاته کړه، چې هېواد یې له افغانستان سره نیکو اړیکو او د همکاریو زیاتوالی ته اساسی ارزښت ورکوی او د همدې ارزښت په نظر کی نیولو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنیتی، اقتصادی، ټرانزیټی، سیاسی او ټولنیزو برخو کی همکارۍ اضافه شی.
د هغه په وینا چین هم له تروریزم او سخت دریځۍ څخه ستونزې لری او هیله لری، چې افغان حکومت به د ایغور یاغی ډلی پر ضد د چین د حکومت د هڅو ملا وتړی.
نوموړی یادونه وکړه، چې دوی به له پاکستانه وغواړی، څو طالبان د سولې خبرو ته اماده کړی او پرېږندې، چې وسلوالی ډلی له هغه ځایه ملاتړ تر لاسه کړی.
دغه راز ښاغلی تاو وایی، د چین کمونسټ ګوند د افغانستان له سیاسی ډلو او ګوندونو سره هم د اړیکو پراختیا ته هیله لری او امادګی لری، چې د افغان ګوندونو د استازو او غړو لپاره د روزنیزو پروګرامونو کوربانه هم و اوسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.