جنرال جاهد: افغان ځواکونه به دښمن ته اجازه ورنکړی، چې خپلو موخو ته ورسېږی

گزارشگر:سه شنبه 4 جوزا 1395 - ۰۳ جوزا ۱۳۹۵

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ډګر جنرال تاج محمد جاهد د افغان ځواکونو سرښندنې وستایلې او وایی، افغان ځواکونو د جګړې په ډګر کې وسله وال مخالفین سخت ځپلی.
ښاغلی جاهد چې د کورنیو چارو وزارت د یوه پلاوی په مشرۍ لوی کندهار ته په سفر تللی دغه څرګندونې تېره ورځ په هلمند ولایت کې وکړې.
mandegar-3نوموړی د خبرو پر مهال وویل، چې افغان ځواکونو د جګړې په ډګر کې ښې لاس ته راوړنې درلود، او په قوی مورال سره د دښمن پر وړاندې جګړه کوی.
نوموړی ولس ته ډاډ ورکړ، چې افغان ځواکونه به خپل قوی مورا او افغانی غیرت سره د هېواد دښمنان پرېنږدی چې خپلو شومو موخو ته ورسېږی.
د کورنیو چارو وزیر ډګرجنرال تاج محمد جاهد غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، چې د سفر موخه یې د امنیتی وضعیت ارزونه ، د پولیسو د ستونزو اوریدل او د امنیتی حالت په اړه د خلکو د نظرونو راټول وو.
ښاغلی جاهد هلمندیانو ته دا ډاډ هم ورکړ، چې په خپل ټول توان سره به وسله والو مخالفینو ته په هلمند کې خامخا ماتې ورکوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.