جیمز کننګهم: امریکا نور په پاکستان کې د ترهګرو خوندی ځالې نه شی زغملی

گزارشگر:دوشنبه 10 جوزا 1395 - ۰۹ جوزا ۱۳۹۵

په کابل کې د امریکا پخوانى سفیر جیمز کننګهم وایی، د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور وژل ښکاره پیغام دى چې نور د ترهګرو لپاره خوندی ځالې دوى ته د زغم وړ نه دی.
کننګهم ویلی، تمه لری، چې پاکستان او په ځانګړې توګه د دغه هېواد څارګرې ادارې اى اېس اى به د امریکا دا نوې تګلاره درک کړې وی.
mandegar-3نوموړی زیاته کړې «د ملا منصور وژنه پیلامه او ښکاره پیغام دى، امریکا نور هغه ګواښونه نه شی زغملى چې په پاکستان کې د مېشت طالبانو مشر لخوا به رامنځته کېدل او هلته یې خوندی ځاىونه لرل.»
پخوانی امریکایی سفیر وایی، داسې ګنګوسې شته چې د پاکستان استخباراتی ادارې په دغه هېواد کې د ملا منصور د اوسېدو لپاره زمینه برابره کړې وه، د همدې لپاره امریکا له بریده وروسته پاکستانیو چارواکو ته خبر ورکړ.-
د کننګهم په وینا دوى به پر پاکستان فشار راوړی چې ترهګرو ته د خوندی ځالې په ورکولو له سره غور او فکر وکړی.
هغه ویلی «امریکا مهمې ستراتیژیکې موخې لری او په افغانستان کې د روانې شخړې پاى ته رسول یې یو له دغو موخو څخه دى»
ده زیاته کړې، چې دا د هغو هڅو یوه پیلامه هم ده چې دوى غواړی طالبان د سیاسی هواری لپاره د سولې خبرو اترو مېز ته راکش کړی او به خبره یې چې د طالبانو لپاره یواځینۍ لاره داده چې د سولې لار خپله کړی او له ترهګرۍ لاس واخلی.
ښاغلی کننګهم وایی، د دې لپاره د طالبانو مشرانو ته په ښکاره وایی چې دوى له ترهګرۍ او پوځی لارې واک نه شی ترلاسه کولى. د امریکا پخوانی سفیر وویل
باید وویل شی، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور تېره اونۍ د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه هوایی برید په ترڅ کې و وژل شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.