من پریت هورا: هند د ننګونو په وړاندې د افغانستان تر څنګ درېږی

گزارشگر:دوشنبه 24 جوزا 1395 - ۲۳ جوزا ۱۳۹۵

په افغانستان کې د هند سفیر خبرداری ورکوی چې افغانستان د سولې ثبات، اقتصادی پرمختګ او د امنیت د ټینګښت په لاره کې له ګواښونو څخه خوندی نه دی.
د هند سفیر من پریت هورا له مشرانو جرګې څخه د ستاینلیک د ترلاسه کولو پرمهال وویل، نوی ډېلی حاضر دی چې د دې ستونزې په اوارولو کې، له mandegar-3افغانانو سره مرستې جاری وساتی.
په افغانستان کې د هند سفیر وایی، هېواد یې له افغانستان سره تلپاتې دوستی پالی او د هر ډول ګواښ پر وړاندې به، د افغانانو ترڅنګ ولاړ وی.
من پریت هورا وایی، افغانستان چې د سولې، امنیت او اقتصادی ودې په لار کې هر پل اخلی، له ستونزو سره مخ کېږی.
دی ټینګار کوی چې هندوستان به خپل دوست هېواد افغانستان، د دې ګواښونو پروړاندې یوازې پرې نه ږدی.
ښاغلی هورا دا خبره د یکشنبې په ورځ له مشرانو جرګې څخه، له افغانانوسره د هند د اقتصادی او امنتیی همکاریو په مناسبت د ستاینلیک د اخیستلو پرمهال وکړه.
هغه زیاته کړه:
“د پراختیا سفر د اکثرو هېوادونو لپاره ډېراوږد وی، افغانستان هم اوس دغه سفر پیل کړی دی، لکه څنګه چې ښاغلی مودی په هرات کې ډاډ ورکړ، زه هم وایم چې موږ به په هر قدم کې له تاسو سره اوسو، ممکن تاسو د پراختیا په سفر کې د سولې، امنیت او زیربنا په برخو کې د اوس په څېر له ستونزو سره مخ شی، خو موږ له تاسو سره یو او په ګډه به د ستونزو په وړاندې دریږو.”
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هند د افغانستان د ستراتیژیکو همکارانو له ډلې څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې له افغانستان سره په اقتصادی، پراختیایی، روزنیزو، روغتیایې او د امنیتی ځواکونو په تجهیزولو کې مرستې کړی دی.
افغان ځواکونو ته د ۴ هلیکوپټرو ورکړه، د ملی شورا ودانۍ، د سلما د بند جوړول او داسې نور هغه مرستې دی چې هندوستان له افغانستان سره کړی دی.
په وروستیو ورځو کې د هندوستان صدراعظم نریندرا مودی د امریکا کنګرس ته په وینا کې بیا هم تاکید کړی چې د افغانستان سوله او ثبات د هند او امریکا مهم هدفونه دی.
د افغانستان مشرانو جرګه له افغانستان سره د هند مرستې ستایی او هیله ترې کوی چې د یو لړ نورو پروژو په عملی کولو کې دې له افغانستان سره، لا مرستې وکړی.
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادی مسلمیار وویل:
“تاسې د افغانستان د دوستۍ د ویاړ لپاره دلته یاست، موږ ستاسې له مرستو مننه کوو، د بندونو د جوړولو په لړ کې دا وړاندیزلرو چې د کونړ د سیند بند چې ټول افغانستان ته به ګټه ورسوی که جوړ شی، ښه به وی، نریندرا مودی د امریکا په کنګرس کې ژمنه کړې چې هند به د افغانستان د بندونو د جوړولو له پروژو سره مرسته وکړی، که دا پروژې عملی شی افغانستان دا توان مومی چې حتې نورو هیوادونو ته هم برښنا ورکړی.”
د هند سفیر من پریت هورا په داسې حال کې په افغانستان کې د ستونزو خبرې کوی او د هواری لپاره یې د همکارۍ ژمنه کوی چې په دې هېواد کې ناامنۍ د پخوا په پرتله زیاتې شوی دی.
هورا په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د حملو زیاتوالی، د خلکو تښتونې او داسې نورې پېښې، د اندېښنې وړ ګڼی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.