د ننګرهار والی: د ننګرهار کوټ کې ۱۳۱ داعش وسله وال وژل شوی

گزارشگر:دوشنبه 7 سرطان 1395 - ۰۶ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3د ننګرهار والی وایی په کوت ولسوالۍ کې داعش وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
سلیم خان کندزی تېره شپه په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل:
«تر اوسه پورې د دښمن ۱۳۱ وسله وال وژل شوی دی۳۶ تنه یې په مخامخ جګړه کې او ۹۵ نور په هوایی بریدونو کې وژل شوی دی دښمن ته سخته ضربه رسېدلې ده.»
ښاغلی کندزی وویل په کوټ کې له داعش سره په جګړه کې ۱۲ افغان سرتېری هم وژل شوی او اتلس نور ژوبل دی.
تر دې مخکې د دفاع وزیر عبد الله خان حبیبی د ولسی جرګې په استجوابیه غونډه کې ژمنه وکړه چې د ننګرهار کوت ولسوالۍ به ډېر ژر د داعش له فعالیتونو پاکه شی.
نوموړی دا هم وویل چې داعش په کوت کې یو شمېر ماشومان او ښځې نا معلوم ځای ته وړی دی.
خو د ننګرهار والی دا ردوی چې ګواکې داعش وسله والو ښځې او ماشومان برمته کړی دی.
هغه زیاته کړه:
«دا موضوع چې داعشیانو په کوټ کې یو شمېر ښځې برمته کړی، ریښتیا نه ده، اصلی خبره داده چې جګړه ډېره سخته وه او دښمن په زیات قوت برید کړی و نو هر کس د تیښتې په حال کې و، یو شمېر کسانو په وارخطاې کې لاره ورکه کړې وه چې وروسته بیا له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.»
دغه راز د ننګرهار د امنیه قوماندان هم دا رد کړه چې ګواکې داعشیانو ښځې او یا ماشومان له ځانه سره وړی دی، زړور خان زاهد وویل کوت ته کمکی ځواکونه رسېدلی دی.
«په کوټ ولسوالۍ کې د ملی پولیسو د تشکیل سربیره دوه سوه محلی پولیس هم اضافه شوې چې که خدای کول د دښمن ټغر به ټول کړی.»
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې جګړې د سیمې خلک له ستونزې سره مخامخ کړی دی.
د کوت یو اوسېدونکی نور اغا د افغان حکومت له مشرانو داسې غوښتنه لری:
«له اشرف غنی او حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې یا ددې غم وخوری او که نشی کولی نو د هغوی په لاس دې د ځوانانو،ښځو او ماشومانو د وژلو، مخ ونیسی، یا دې استعفا وکړی او یا د داعش غم وخوری.»
شاوخوا یو کال وړاندې کله چې د داعش وسله والې ډلې د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې سر راپورته کړ هغه مهال د اچین او هسکې مېنې ولسوالۍ په ګډون په کوټ ولسوالۍ کې یې هم فعالیت پیل کړ چې وروسته د کوټ ولسوونو په یو غږ د داعشیآنو پرخلاف پاڅون وکړ او دا ولسوالۍ یې له داعشیآنو پاکه کړه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.