د دفاع وزارت د ستر درستیز: طالبـان د سیـاسی شخصیتـونو د تـرور په هڅـه کـې دی

گزارشگر:دو شنبه 21 سرطان 1395 - ۲۰ سرطان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د دفاع وزارت وایی چې په تېرو څلورو میاشتو کې طالب وسله‎وال نه دی توانېدلی ترڅو هغه اهدافو ته ورسېږی کوم چې د عمری عملیاتو په چوکاټ کې یې پلان کړی وو.
د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نوی قومندان د پېژندنې په غونډه کې وویل، طالبانو غوښتل ترڅو د عمری عملیاتو په چوکاټ کې لوی ترورېستی فعالیتونه ترسره کړی چې د امنیتی ځواکونو له‎خوا له ماتې سره مخ شول.
د دفاع وزارت د ستر درستیز په باور چې طالبانو د عمری عملیاتو په چوکاټ کې غوښتل په ختیځ، سوېل، شمالی او شمال ختیځو ولایتونو کې پراخ ترورېستی او وسله‎وال فعالیتونو طرحه کړی او په یادو سیمو کې سیاسی څېرې او ملی شخصیتونه ترور شی خو دا برنامې یې د افغان امنیتی ځواکونو له‎خوا شنډې شوې.
قدم شاه شهیم وویل:
«نن د طالبانو عمری عملیاتو دا ثابته کړه چې یو ناکام عملیات ول، دوی پرته له ماتې او پروپاګند بل هېڅ هم ترلاسه نه‎کړل او توان‎یې هم نه‎لری. نن ورځ امنیتی ځواکونو ثابته کړه چې د خلکو د بې‎درېغه ملاتړ سره بریا ستاسو وه.»
د دفاع وزارت دا چارواکی وایی چې د پخوا په پرتله اوس مهال افغان امنیتی ځواکونه زیات سمبال شوی او له هر ډول ترورېستی فعالیت سره د مبارزې وړتیا لری.
هغه وویل چې د بهرنیو نظامی سلاکارانو او نظامی مرسته کوونکو حضور په افغانستان کې افغان امنیتی ځواکونو ته د ترورېزم د له منځه وړلو په برخه کې مؤثر دی.
قدم شاه شهیم وویل چې د وارسا په غونډه کې هم د افغانستان متعهدینو یو ځل بیا تر ۲۰۲۰ میلادی کال پورې له افغان امنیتی ځواکونو څخه د میلیاردونو ډالرو د مرستې په اعلان سره خپل ملاتړ نوی کړ.
د دفاع وزارت ستر درستیز په دې اند دی چې طالبان او نورې ترورېستی ډلې لا هم په هڅه کې دی ترڅو نا امنی رامنځته کړی، سیاسی څېرې ترور شی او خپلو خونړیو حملو ته دوام ورکړی، خو افغان امنیتی قوتونه باید د دا ډول پېښو مخنیوی وکړی.
د دفاع وزارت لوی درستیز دغه راز زیاته کړه:
«د افغانستان دښمنان په لجوجانه ډول د هېواد د ویجاړولو، مختلفو دسیسو، توطئو او د سیاسی شخصیتونو د وژلو په هڅه کې دی، هڅه کوی چې علما، روحانیون ووژنی. نو په وړاندې یې ستاسو وړتیا او قوت نور هم زیات شی.»
په داسې حال کې د دفاع وزارت چارواکی وایی چې د افغان امنیتی ځواکونو وړتیاوې زیاتې شوی چې په تازه‎ګۍ سره د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر بارک اوباما د افغان امنیتی ځواکونو د ملاتړ په مقصد تر یوه کال نور هم د خپلو پوځیانو حضور په افغانستان کې وځنډاوه.
طالب وسله‎والو تر دې دمه د دفاع وزارت د لوی درستیز د یادو څرګندونو په اړه غبرګون نه‎دی ښودلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.