چارواکی: ننګرهار کې د داعش پرضد عملیات پراخ شوی

گزارشگر:شنبه 2 اسد 1395 - ۰۱ اسد ۱۳۹۵

د ننګرهار ولایتی چارواکی وایی، د داعش پرضد د عملیاتو لړۍ تر پخوا پراخه شوې ده.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګیاڼۍ وایی، د دولت د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف نه یوازې هوایی بریدونه او مخامخ جګړه روانه ده بلکې د ننګرهار د هوایی ډګره هم په لېرو پرتو ولسوالیو کې د داعش مرکزونه په نښه کیږی او له دې ځایه پرې انداښتونه روان دی.
mandegar-3ښاغلی خوګیاڼی زیاتوی:
«په هغو سیمو کې چې داعش او یا هم وسله وال طالبان شتون لری پر هغو سیمو د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ هوایی بریدونه هم روان دی او د لېرې واټن ویشتونکی بریدونه هم جریان لری په دې بریدونو کې یوازې هغه سیمې په نښه کیږی چې هلته د دولت وسله وال مخالفین دی او هڅه کیږی چې نور چاته زیان وانه وړی.»
په ورته وخت کې د ملی دفاع وزارت په چوکاټ کې د کمانډو ځواکونو مطبوعاتی مسؤل احمد جاوید سلیم له کوټ ولسوالۍ څخه د ټیلیفون په لیکه ازادی راډیو ته وویل چې د کمانډو خاصو ځواکونو د جمعې په شپه د کوټ په ولسوالۍ کې ځانګړی عملیات پیل کړل.
نوموړی وویل، په دې عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو هوایی ملاتړ هم ورسره دی او د کوټ ولسوالۍ یو شمېر سیمې یی له داعشیانو نیولی دی.
ښاغلی سلیم وویل:
«د خاصو عملیاتو لپاره زموږ د کمانډو ځواکونو تېره شپه یوه بجه په کوټ ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل تر څو د داعش پټن ځایونه له منځه یوسو د هغوی یو شمېر قرارګاوې مو نیولی له نیکه مرغه د بهرنیو ځواکونو هوایی ملاتړ راسره دی او همدا اوس چې تاسرو سره خبرې کوم د اچین په باندر او یو شمېر سیمو پراخه هوایی بریدونه روان دی.»
د ننګرهار ولایتی ادارې د معلوماتو له مخې په تېره اوونۍ کې هم په لسګونو د دولت وسله وال مخالفین وژل شوی او لا هم د وسله والو پرضد پراخه عملیآت روان دی.
په ننګرهار کې د داعش پرضد د عملیاتو ساحه وروسته له هغه پراخه شوه چې ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غنی په ختیځه سیمه کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې ګواښ وکړ چې په راتلونکو څو اونیو کې به د داعش ټغر له ختیځې سیمې ورټول کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.