مالیې وزارت د عامه مالی چارو د مدیرت ۵ کلنه کړنلاره معرفی کړه

گزارشگر:یک شنبه 17 اسد 1395 - ۱۶ اسد ۱۳۹۵

د افغانستان د مالیې وزارت د عامه مالی چارو د مدیریت پنځه کلنه نوې جوړه شوې کړنلاره معرفی کړه.
ولسمشر محمد اشرف غنی د دې کړنلارې د معرفی کېدو په غونډه کې وویل د یادې کړنلارې په پلی کېدو سره به د دولت په عوایدو کې دوه چنده زیاتوالی راشی او هم به د شفافې حساب ورکونې په برخه کې مرسته وکړی.
mandegar-3افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی په ځینو دولتی ادارو کې اصلاحات راغلی، حکومت دوامدارو اصلاحاتو ته اړتیا لری او نورې ادارې هم مکلفې دی چې اصلاحات رامنځ ته کړی.
محمد اشرف غنی د شنبې په ورځ د مالیې وزارت له خوا د عامه مالی چارو د مدیریت پنځه کلنې نوې جوړې شوې کړنلارې په اړه وویل چې په پلی کېدو سره به یې د افغانستان عواید چې اوس ۲۲ فیصده لوړ شوی دوه چنده نور هم لوړ شی.
هغه زیاته کړه:
«تاسې په عمل کې ثابته کړه چې له سختو شرایطو لاندې مو د افغانستان عواید په دوامداره توګه ۲۲ سلنه لوړ کړل او نن ورځ چې افغان ولس ته زیری ورکوئ هغه دا چې د افغانستان عواید دوه چنده او له هغه زیاته د لوړېدو اړتیا ده.»
د افغانستان د مالیې وزیر وایی چې د عامه مالی چارو د مدیریت پنځه کلنه کړنلاره لومړی د افغان متخصصینو له خوا جوړه او بیا د بهرنیو متخصصینو له خوا تایید شوه.
اکلیل حکیمی وویل چې له دغې کړنلارې څخه هدف له مالی منابعو او امکاناتو څخه ګټه اخیستل، دبودجې پلان، تطبیق او له هغه څخه ښه راپور ورکول دی.
هغه زیاته کړه:
«د سند هدف دوه شیان دی لومړی هغه منابع او امکانات چې لرو یې څه ډول ورنه ګټه واخلو چې خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړواو بودجه په څه ډول د یوې وسیلې په توګه وکارو چې د حکومت پالیسۍ تطبیق کړو، د دې کار لپاره د داسې لارو وړاندوینه شوې چې څه ډول د بودجې پلان تطبیق شی او څه ډول ورنه راپور ورکړل شی.»
ښاغلی حکیمی وایی دغه سند له موږ سره د شفافې حساب ورکونې په برخه کې له عملی اقداماتو سره مرسته کوی.
بل خوا د اقتصادی چارو کارپوهان په دغه نوې کړنلارې باندې د انتقاد ترڅنګ وایی چې افغان حکومت له دې وړاندې هم دې ته ورته د حساب ورکونې سیسټمونه رامنځ ته کړی و، خو په بشپړه توګه یې نه دی عملی کړی.
د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر وایی حکومت به دې برخه کې عملی او کدری سیاست نه لری.
هغه زیاته کړه:
«تاسې پوهیږئ چې په تېرو کلونو کې دوی هیڅ لاس ته راړونې نه درلودې داسې کړنلارې عملی کار غواړی، دغه کار به کوم ځایه شروع کیږی له ښې حکومتوالۍ څخه ښه حکومت والۍ له روغ کدری سیاست څخه له بده مرغه موږ ګورو چې دوی روغ کدری سیاست نه لری.»
خو ولسمشر محمد اشرف غنی وایی چې د عامه مالی چارو د مدیریت پنځه کلنه نوې کړنلارې د پلی کېدو لپاره به د ظرفیتونو د رامنځ ته کېدو لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې ۲۰ ملیونه ډالره ولګول شی.
افغان حکومت په داسې حال کې دا قدامات کوی چې په دې وروستیو کې د امریکا د کانګرس د یوه پلاوی غړو د افغان حکومت له اجراییه رییس سره په کتنه کې د اداری فساد پر ضد د مبارزې غوښتنه کړې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.