د لوګر د ولایتی شورا غړی: طالبانو د پاکستانی هلیکوپټرې عملې خلاصون لپاره شرایط ایښی

گزارشگر:چهارشنبه 20 اسد 1395 - ۱۹ اسد ۱۳۹۵

د لوګر د ولایتی شورا یو شمېر غړی وایی، طالبانو د پاکستانۍ هلیکوپټرې د عملې د خوشی کېدو په بدل کې شرطونه ایښی دی.
دوی وایی چې قومی مشران له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او هڅی کېږی تر څو د دغې هلیکوپټرې عمله ژر تر ژره راخوشی شی.
د لوګر د ولایتی شورا یو شمېر غړی د پاکستانۍ هلیکوپټرې د ټولې عملې د روغتیا ډاډ ورکوی او وایې چې د هغوی د خوشی کېدو هڅی جریان لری.
mandegar-3د دغې شورا یوه غړی عبدالولی وکیل د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې له طالبانو سره په دې برخه کې د لوګر د قومی مشرانو خبرې هیله بخښونکی وې او ډېر ژر به دا خبرې نتیجه ورکړی.
نوموړی زیاته کړه چې طالبانو د دغو کسانو د خوشی کولو په بدل کې شرطونه ایښی دی.
هغه زیاته کړه:
«قومی مشران وخت په وخت له دوی سره وینی، عمله به هرو مرو جوړه وی، هڅی جریان لری او هیله شته چې دوی به ژر تر ژره خوشی کېږی، کوم شرطونه چې دواړو خواو وړاندی کړی داسی نه دی چې دا مساله ګډه وډه کړی.»
خو ښاغلی وکیل د دغو شرایطو په اړه جزیات ورنه کړل.
چارواکی وایې، دغې پاکستانۍ هلیکوپټرې تېره پنجشنبې د تخنیکی ستونزو له امله د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه او عمله یې چې شپږ پاکستانیان او یو روسی انجینیر و، طالبانو یرغمل کړل.
د افغانستان ولسمشر امنیتی ځواکونو ته امر کړی چې دغه یرغمل شوی کسان د طالبانو له منګولو را خوشی کړی او یو پلاوی هم د دې کار څېړلو ته ګمارل شوی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلی چې د پاکستانۍ هلیکوپټرې د عملې د ژغورلو لپاره پراخ عملیات دوام لری.
په همدې حال کې قومی مشر حاجی نیک محمد چې له طالبانو سره یې په ازره کې لیدلی ډاډ ورکوی چې د دغې هلیکوپټرې د عملې د خوشی کولو لپاره به د دوی خبرې مثبتې نتیجې ولری.
هغه زیاته کړه:
«خبرې ښې روانی دی او تاسو ته مونږ ډاډ درکوو چې ان شاالله خبرې او هڅې به منزل ته رسیږی.»
نوموړی وایی، تر هغو چې دغه کسان را خوشی شوی نه وی، خپلو هڅو ته به دوام ورکړی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلی چې له طالبانو سره د خبرو په شمول به د روسی وګړی د خوشی کیدو لپاره له ټولو ممکنه لارو کار واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.