د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: د نړیوالو لاسلیک شویو کنوانسینونو پلی کېدو کې ستونزې دی

گزارشگر:سه شنبه 26 اسد 1395 - ۲۶ اسد ۱۳۹۵

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چې افغانستان نېږدې ټول نړیوال کنوانسینونه لاسلیک کړی، خو په پلی کېدو کې یې ځینې ستونزې موجودې دی.
دغه وزارت زیاتوی افغانستان هغه نړیوال تړونونه او کنوانسینونه چې لاسلیک کړی د پلی کېدو په حال کې دی او د ځینو هغو چې مادې یې د افغانستان mandegar-3له اساسی قانون او یا له شریعت سره په ټکر کې دی په هغې برخه کې تحفظ موجود دی.
دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت مالی او اداری مرستیال د دوشنبې په ورځ “له طرحه کولو تر پلی کېدو، ستونزو او حل لارو پورې د نړیوالو تړونونو د مراحلو بشپړولو” په یو ورځنی ورکشاپ کې وکړې.
نصیر احمد اندېشه وایی، حکومت د اساسی قانون له مخې د لاسلیک کړو کنوانسینونو په رعایتولو مکلف دی.
ښاغلی اندېشه زیاته کړه:
“د افغانستان د اساسی قانون په اوومه ماده کې راغلی حکومت په ټولو هغو بین‌الدول معاهدو او د نړیوالو کنوانسینونو په رعایتولو مکلف دی چې لاسلیک کړی یې وی، خو په عمل کې لیدل کږی چې د بهرنیو چارو وزارت د ځینو همکارانو په ګډون په ځینو دولتی ادارو او بنسټونو کې د دغو کنوانسینونو په طراحۍ، د پړاونو په طی کېدو او د هغه په فعاله اجرا کې ونډه نه‌ده اخیستې.”
افغانستان دا مهال د امریکا له متحده ایالاتو، بریټانیا، جرمنی، فرانسه، فنلنډ، ډنمارک، سویډن، ناروې، چین، هند او عربی متحده اماراتو سره ستراتېژیک او دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایی، په دې وروستیو دوو کالو کې افغان حکومت د ټاپی پروژې، کاسا زر، ټوټاب، چابهار په ګډون یو شمېر سیمه‌ییز اقتصادی تړونونه هم لاسلیک کړی چې له اقتصادی اړخه د زیات اهمیت وړ دی.
په ورته وخت کې د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وایی، هغه تړونونه چې د بهرنیو چارو وزارت له لوری ولسی جرګې ته د تصویب لپاره لېږل کېږی د غلطو کلېماتو په کارولو سره بېلابېلې ستونزې لری.
د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی داوود کلکانی په همدغه غونډه کې وویل:
“له بده‎مرغه هغه موافقتنامې چې ولسی جرګې ته راځی، مناسبې کلمې پر خپل ځای او اساساتو سره مطابق نه استعمالېږی، یا د ژباړونکو له‌خوا غلط ژباړل کېږی او خپله په موافقتنامو کې غلط استعمالېږی او یا ځینی نورې ستونزې لری.”
ښاغلی کلکانی زیاتوی، ځینی داسې تړونونه هم شته چې افغان حکومت لاسلیک کړی، خو د بهرنیو چارو وزارت ولسی جرګې ته په خپل وخت د تصویب لپاره نه‌دی استولی.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی هڅې روانې دی چې د ظرفیتونو په لوړولو سره په یاده برخه کې ټولو ستونزو ته حل لارې ومومی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.