افغانستان لپاره د مالی سرچېنو په کمښت د “WFP” اندېښنې

گزارشگر:شنبه 13 سنبله 1395 - ۱۲ سنبله ۱۳۹۵

mandegar-3د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام یا “ډبلیو.اېف.پی” چارواکی افغانستان لپاره د مالی سرچېنو په کمښت اندېښنه څرګندوی.
د “ډبلیو.اېف.پی” عمومی مشره ارټارین کازین وایی، افغانستان کې یې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره له یو شمېر تمویلونکو سرچېنو سره هم خبرې کړی څو د مالیې منابعو موضوع په پام کې ونیسی.
مېرمن کازین چې کابل ته د یوه څلور ورځنی سفر په پای کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کېدل او د مالیې منابعو کمښت د دوی له اساسی اندېښنو څخه دی.
مېرمن کازین زیاته کړه:
“زما لویه او اساسی اندېښنه افغانستان لپاره د مالیې منابعو محدودېدل دی، په ځانګړی توګه افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل دا ټول هغه مسائل دی چې موږ ته یې اندېښنې راپیدا کړی دی. ”
سره له دې چې مېرمن کازین په افغانستان د مرستو د دوام ژمنه وکړه خو ویې ویل چې “ډبلیو.اېف.پی” په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو دوام لپاره په روان کال کې ۵۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لری.
د “ډبلیو.اېف.پی” عمومی مشره ارټارین کازین وایی چې کابل ته یې د خپل سفر پر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غنی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره د “ډبلیو.اېف.پی” په ژمنو او له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو په موضوع خبرې کړی.
مېرمن کازین وویل چې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې په اړه هم خبرې شوی دی.
دی وایی:
“هغه افغانان چې له پاکستان څخه راستنېږی او دا چې دوی سره باید څه ډول مرسته وشی په‎دې اړه موږ خبرې کړی، تراوسه تقریباً ۷۲ زره کسانو وضعیت ارزیابی شوی او د ملګرو ملتونو د یو شمېر نورو ادارو په مرسته به موږ د دوی په برخه کې خپلې ارزونې ته دوام ورکړو، دوی پرته له هېڅ څه نه او په ډېر ناوړه وضعیت کې افغانستان ته راځی او ډېرو ستونزو سره مخ دی.”
د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام یا “ډبلیو.اېف.پی”د ۱۹۶۳میلادی کال را په‎دې خوا افغانستان کې فعالیت کوی.
د دغه سازمان چارواکی وایی، سره له دې چې افغانستان لپاره د دوی مالیې سرچېنو یوازې د روان کال د سېپټمبر میاشتې تر اخره پورې دی خو هیله‌مند دی چې تمویلونکو هېوادونه به له دوی سره مرسته وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.