د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: په خپلو کاری چاروکې دې مثبت بدلونونه رامنځته کړی

گزارشگر:یک شنبه 28 سنبله 1395 - ۲۷ سنبله ۱۳۹۵

کابل \ باختر
mandegar-3عبدالباری جهانی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اړوندو برخوکې د بنسټیزو بدلونونو او د کارونو د ښه والی په موخه پنځه تنه علمی او فرهنګی شخصیتونه د سلاکارانو په توګه معرفی کړل او هیله یې وکړه چې د دغو شخصیتونو په شتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپلو لوړو موخو ته چې د فرهنګ وده او پرمختګ، د ګرځندوى پراختیا او د تاریخی شتمنیو ساتنه او ځوانانو ته د مناسبو فرصتونو د زمینوبرابرول دی؛ ورسیږی.
دغه رازپه دې غونډه کې سلاکارانو په وار سره خبرې وکړې .
د مدنی ټولنې فعالې او د عامه اړیکو په چاروکې سلاکارې میرمن لیلا سامانی چې په علمی او فرهنګی کارونوکې اوږده سابقه لری؛ وویل: افغانستان په ټولو برخو په تېره بیا د فرهنګ د بیا احیا کولو په برخه کې جدی بیا رغاونې ته اړتیا لری چې د عالمانو، روښانفکرانو او د قلم د خاوندانوپه هڅو او هاند سره کولاى شو د هېواد فرهنګ بډاى کړو.
د بهرنیو اړیکو په برخه کې سلاکار او د څو علمی آثارو مولف محمدحلیم تنویر چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې کاری سابقه هم لری؛ د خبرو په ترڅ کې وویل چې په نننۍ نړۍ کې ارتباطات په ټولو برخوکې د ټولنې په یوه ستره اړتیا بدله شوې ده او له ارتباطاتو پرته په هیڅ ساحه کې نه شو کولاى د پرمختګ، ترقۍ او غوړیدو خبرې وکړو، له دې امله به هلې ځلې وکړو په اړونده برخه کې د ارتباطاتو له علم څخه په استفادې سره هغو بریالیتوبونو ته چې هیله یې کیږی؛ ورسیږو.
په کلتوری چاروکې سلاکار محمدآصف صمیم، د دینی چارو په برخه کې سلاکار رحمت الله اندړ او په نشراتی چاروکې سلاکار استاد مطیع الله روهیال خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې یې د هر راز مثبتو بدلونونو د راوستلو په خاطر د همکارۍ ژمنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معین ډاکترکمال سادات او د دغه وزارت د خپرونو د چارو معینې پوهنیارې سیدې مژګان مصطفوی د خپلو کړنو په باره کې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې له دې وروسته به د کار د ښه والی لپاره بدلونونه رامنحته کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.