د ننګرهار والی سلیم خان کندزی له خپلې دندې استعفا وکړه

گزارشگر:دو شنبه 12 میزان 1395 - ۱۱ میزان ۱۳۹۵

mandegar-3د ننګرهار والی سلیم خان کندزی د یکشنبې په ورځ په یوې سترې رابلل شوې غونډه کې خپله استعفی اعلان کړه.
نوموړی وویل، ننګرهار مهم ولایت دی او هغه کارونه چې دې ولایت ته لازم و په تر سره کېدو کې پاتې راغلی او له همدې امله یې استعفا وکړه:
“زه د خپلو ټولو هغو وروڼو چې له مانه په عذاب شوی وی بخښنه غواړم زه د هغه ټولو کارونو په اړه چې باید شوی وای او زه یې په کېدو نه یم توانېدلی بخښنه غواړم، ننګرهار زموږ د مشرۍ کور دی او د ننګرهار عزت زموږ عزت دی، راځئ ټول سره لاس یو کړو تر څو په ننګرهار کې د امن او سوکالۍ فضا قایمه شی او زموږ ولسوونه په امن کې ژوند وکړی.”
په جلال اباد کې د قالین بافی ټولنې مشرې شریفی احمدزۍ سلیم خان کندزی یو فعاله او پخپله ورسپارل شوی مسؤلیت کې یو بریالی والی وباله.
نوموړی وویل کندزی تل د یاد ولایت د مېرمنو ستونزۍ اورېدلی او هیڅکله به داسې والی ته د بېرته تګ اجازه ورنه کړی چې د هغه په مرسته د مېرمنو مشکلات حل شوی وی:
“په دا دیارلس کالونو کې زما یوه پروژه وه د مېرمنو لپاره زه د هر والی صیب ته ودرېدم چې که کوم والی کوم مشر زموږ غږ واورې،د خو دې والی زموږ اواز واورېد موږ ته یې مشکلات حل کړه، نو اوس هغه مېرمنې هیڅکله دا نه غواړی چې داسې والی له لاسه ورکړو چې هغه زموږ په درد دوا کېږی.”
د دې ترڅنګ یو شمېر قومی مشرانو،دینی علماو او مدنی فعالانو هم د والی له استعفا سره مخالفت ښکاره کړ او ترې غوښتنه وکړه چې خپلې دندې ته دوام ورکړی.
خو د ننګرهار والی سلیم خان کندزی پر خپلې استعفا ټنیګار وکړ او ویې ویل هغه څه چې دې ولایت ته لازم و د ځینو ستونزو له امله دی ونه توانېد چې حل یې کړی.
نوموړی وویل دلته داسې یوه چاته اړتیا ده چې هغه پوره حمایت ولری او اصلاحات راولی:
“ځان ملامته بولم او د ملامتیا له امله نور وجدان اجازه نه راکوی چې دلته پاتې شم، هغه تمه چې د خلکو وه، هغه تمه چې د اصلاحات راوستو په اړه وه، هغه تمه چې د مشرانو وه هغه رانه ونشو او د هغه توقع د رسېدو لپاره ممکن حمایه به مې هم نه درلوده نو نه باید زه ددې ولس لپاره د مشکل باعث شم زه دې نه یم دا ولایت دې اباد وی، زه دې نه یم دا خاوره دې اباده وی زه دې نه یم دا ولس دې ارامه وی.”
سلیم خان کندزی داسې مهال له خپلې دندې استعفا ورکړه چې دوې اوونۍ وړاندې په ولسی جرګه کې د ننګرهار ځینو استازو، قومی مخورو او د ولایتی شورا ځینو غړو له والی نه د استعفا غوښتنه کړې وه او د خپل حق غوښتنې په غبرګون کې د ولایتی شورا دروازې هم تړلې وې.
له دې وړاندې د ننګرهار پخوانی والی عطاالله لودین هم له خپلې دندې استعفا ورکړې وه هغه په خپلو خبرو کې دا په ډاګه کړې وه چې په دې ولایت کې د زورواکانو مداخلې زیاتې او د والی صلاحیت کم دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.