گزارشگر:دو شنبه 8 قوس 1395 - ۰۷ قوس ۱۳۹۵
د سرپل چارواکی په دې ولایت کې د بهرنیو ترورېستانو لهخوا د نظامی او چرکی جنګونو د زدهکړو د مرکزونو له جوړېدو خبر ورکوی او په دې اړه اندېښنه ښیی.
د سرپل والی وایی بهرنیو جنګیالیو د سرپل ولایت په غرنیو سیمو کې ځانونو ته امن پټنځایونه جوړ کړی او د دولت مخالفو وسلهوالو ته د افغان امنیتی ځواکونو په وړاندې د جکړې زدهکړې ورکوی.
ظاهر وحدت وایی چې دې ولایت کې جګړه د بهرنیو وګړو په ځانګړی ډول د افغانستان د شمالی او جنوبی ګاونډیو هېوادونو د اتباعو لهخوا رهبری کېږی.
نوموړی زیاته کړه چې بهرنیو جنګیالیو د انتحاری بریدونو د تربیې مرکزونه د افغانستان د جنوبی پولو له هخوا څخه د سرپل کوهستاناتو ولسوالۍ ته رالېږدولی او د څو میاشتو په ترڅ کې یې ۶۰ تنه انتحاری کسان روزلی دی.
ظاهر وحدت ازادی راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو د څه باندې یوه کال په ترڅ کې د کوهستاناتو د سقوط راوروسته په دې سیمه کې لویه نظامی پانګونه کړې او عملاً په سرپل ولایت کې څلور زره وسلهوال طالبان د همدې ولسوالۍ څخه د بهرنیانو لهخوا رهبری کېږی.
نوموړی زیاته کړه:
“د کوهستاناتو ولسوالۍ له ۱۳ میاشتو راپدېخوا د طالبانو په ولکه کې وه او هلته د طالبانو د تربیې او ترېننګ لوی مرکزونه جوړ شوی، دوی ته د بهرنیو استادانو لهخوا جنګی زدهکړې ورکړل کېږی او انتحاری کسان دلته تربیه کېږی.”
د سرپل چارواکی د دې ولایت په ګن شمېر سیمو کې د داعش ډلې د غړو له پراخ فعالیت څخه خبر ورکوی او وایی چې اکثراً دا ترورېستی ځواکونه په صیاد ولسوالۍ کې او د جوزجان او سرپل په سرحدی سیمو کې د فعالیت مرکزونه لری.
هغهیې په اړه زیاته کړه:
“داعش په سرپل کې فعالیت کوی او اکثراً د فاریاب، جوزجان په سرحدی سیمو او د سرپل صیاد او د جوزجان د درزاب او قوشتپې ولسوالیو تر منځ مرکزونه لری.”
د سرپل والی وایی چې د دولت ضد وسلهوالو د ځپلو په مقصد به ډېر ژر د سرپل په نا امنه سیمو کې پراخ پوځی عملیات پیل کړی.
Comments are closed.