د ننګرهار والی: پچیراګام ولسوالۍ زیانمنې شوې سیمې به بېرته ورغول شی

گزارشگر:دوشنبه 15 قوس 1395 - ۱۴ قوس ۱۳۹۵

mandegar-3د ننګرهار والی محمد ګلاب منګل وایی، د پچیراګام ولسوالۍ هغه ټولې سیمې به ورغوی چې د تېرې میاشتې په موده کې د داعش وسله‎والو له‎خوا زیانمنې شوی دی.
والی محمد ګلاب منګل دا څرګندونې د شنبې په ورځ د پچیراګام ولسوالۍ څخه د لیدنې پر مهال وکړې چې د دې ولایت امنیتی ارګانونو مسؤلینو او د ولایتی شورا استازو ورسره ملتیا کوله.
نوموړی په پاس پچیر سیمه کې رسنیو ته وویل، د دې ولسوالۍ ټولې سیمې د داعش له وسله‎والو پاکې شوی او هغه سیمې چې په تېرو جګړو کې زیانمنې شوی هغه به ډېر ژر ورغوی.
نوموړی وایی:
“له دې وروسته به زموږ پلاوی دې سیمې ته راځی او د هغو کلنیکونو، ښوونځیو او د خلکو د کورونو سروې ترسره کوی چې په تېرو جګړو کې زیانمنې شوی دا به ټول انشاءالله رغول کېږی.”
نوموړی وویل، د دې په خاطر چې په دې سیمه کې د بیا ځل لپاره د داعش د ګواښ مخنیوی وشی په سیمه کې به نوې امنیتی پوستې جوړې شی.
ښاغلی منګل وایی:
“د ولسی مدافعینو لپاره به سنګرونه جوړوو او د دې لپاره چې بیا داعش دې سیمې ته رانه‎شی هغه پلانونه چې د امنیتی ارګانونو ترتیب کړی دی هغه به انشاءالله ترسره کوو.”
اوس مهال د افغان امنیتی ځواکونو خط د پآس پچیر سیمې څخه ور هاخوا د هارون بابا کنډاو ته رسیدلی دی.
دلته افغان سرتیری وایی، دوی د خپلې وینې په بدله د خپلې خاورې نه دفاع ته تیار دی:
“زه ارسلاخان د شپږم کنډک سرتېری یم دا عملیات موږ د پچیراګام نه شروع کړی او هارون بابا کنډو ته مو رسولی انشاءالله داعشیآن نه کامیابېږی دا وطن زموږ دی موږ سر ورکوو خو سنګر نه ورکوو.
– زه خیربیک ظفرخیل د ملی اردو د شپږم کنډک سرتېری یم دا عملیات چې ډېر سخت و، موږ ښه په کامیابۍ خلاص کړل او خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ د خپل سر نه تېر یو خو چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ په خاوره یرغل وکړی.”
شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د داعش وسله‎والو د پچیراګام ولسوالۍ په پاس پچیر سیمه حمله وکړه چې د سیمې د خلکو په خبره داعش وسله‎والو د خلکو په لسګونو کورونه وسوزول او د سیمې خلک دې ته اړ شول چې نورو سیمو ته کډه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.