احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
گزارشگر:دو شنبه 27 جدی 1395 - ۲۶ جدی ۱۳۹۵
پهدې وروستیو کې د پلازمینې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د وسلهوالو مخالفینو لهخوا د حملو زیاتېدلو د ولسی جرګې غړی اندېښمن کړی دی.
د دغې جرګې یو شمېر غړی چې د افغان امنیتی ارګانونو ترمنځ د لازمې همغږۍ نه شتون د دغو حملو د زیاتېدو یو مهم لامل ګڼی.
د افغانستان د ولسی جرګې د دفاعی کمېسیون یوې غړې سیمین بارکزۍ د یکشنبې په ورځ پهدې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“د افغانستان دښمنان د هرې ورځې په تېرېدو سره پیاوړی کېږی او د لازمې همغږۍ نشتون چې د امنیتی ارګانونو ترمنځ موجود دی، دوی نهشی کولای چې د دښمن حملې په خپل وخت شنډې کړی او دا د دې لامل کېږی چې په خواشینۍ سره موږ هره ورځ خپل وطنوال له لاسه ورکړو او هره ورځ د تروریستی حملو شاهدان ووسو.”
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږی چې وسلهوالو مخالفینو پهدې وروستیو کې خپلو حملو ته زور ورکړی.
د سې شنبې په ورځ هلمند، کابل او کندهار د انتحاری حملو او چاودنو شاهدان و چې د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې په دې حملو کې څه باندې ۵۰ تنه وژل شوی او له سلو ډېر ټپیان دی.
په دغو حملو کې د کندهار پېښه بې سارې وه چې د متحده عربی اماراتو ډیپلوماټان او ولایتی چارواکی یې د ولایت په مقام کې هدف وګرځول.
د کابل انتحاری حملو هم د ملی شورا د ځینو ساتونکو او ملکی کارکوونکو په شمول ۳۸ کسان وژلی او ۹۷ نور یې ټپیان کړی دی.
په ورته وخت کې بیا د امنیتی چارو یو شمېر کارپوهان د یو شمېر نورو لاملونو یادونه هم کوی.
د چارو کارپوه عتیق الله امرخېل په امینتی او دفاعی قوتونو کې کمزوری رهبری او د یوه منظم پلان نشتون د وسلهوالو مخالفینو لهخوا دا شان حملو د زیاتېدو اساسی لامل ګڼی.
ښاغلی امرخېل زیاته کړه:
“په کابل کې پهدې وروستیو کې ورته حملې شوی دی خو امنیتی ځواکونه پرته له دې چې یو نظم مراعت کړی دغې پېښو ته به یې دانګل چې دا دې به ډېر تلفات واړول، دا له دې معلومېږی چې یوه ښه رهبری موږ په امنیتی ارګانونو کې نهلرو او نه هم د دا ډول پېښو د مخنیوی لپاره یو منظم پلان شته.”
د امنیتی چارو دغه کارپوهان دغه شان وایی چې په امنیتی ارګانونو کې د اړیکو پر بنسټ ګمارنې هم د دې لامل شوی چې قوانین پلی نهشی او وسلهوال مخالفین د افغان ځواکونو په لیکو کې نفوذ وکړی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، افغان ځواکونه پوره همغږی لری او تر ډېره توانیدلی چې د یوه منظم پلان له مخې د وسلهوالو مخالفینو د حملو مخه ونیسی او پهدې برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلی.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقی د یکشنبې په ورځ پهدې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“د ډېرو حملو مخنیوی شوی، پوره همغږی موجوده ده خو په خواشینۍ سره چې د کابل ښار وروستۍ حملې له بهره پلان شوی وو خو په مجموع کې افغان ځواکونه توانیدلی چې د ډېرو حملو مخه ونیسی.”
نوموړی همدارنګه له عامو خلکو هم وغوښتل چې د وسلهوالو مخالفینو د حملو مخنیوی کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړی.
خو افغان کار پوه عتیق الله امرخېل وایی، تر کومه چې په افغان امنیتی ادارو کې د وسلهوالو مخالفینو د دا ډول حملو د شنډولو په هدف منظم پلانونه جوړ نهشی د ورته حملو د تکرار مخنیوی به ګران وی.
Comments are closed.