مککین: که افغانستان ته پام ونشی حالت په سټراټیژیکه ناکامۍ تمامېږی

گزارشگر:شنبه 14 حوت 1395 - ۱۳ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3په داسې حال کې چې افغانستان کې د تېرو کلونو په مقایسه ناامنۍ پراخې شوی د امریکا سنا کې د وسله‎والو خدمتونو د کمېټې مشر سناتور جان مک‎کېن د امریکا پر ولسمشر ډونالډټرمپ غږ کړی چې دې هېواد ته دې پاملرنه زیاته کړی.
نوموړی په یو بیان کې وویل:
“ولسمشر ډونالډټرمپ او د هغه اداره باید افغانستان سره هماغسې بېړنۍ او عاجل چلند وکړی لکه د اسلامی دولت په نوم د وسله‎والېډلې پرضد جګړې ته چې نیت لری.”
سناتور جان مک‎کېن خبرداری ورکړ، که افغانستان ته پاملرنه ونه شی روان وضعیت به په دې هېواد کې په سټراټیژیکه ناکامۍ تمام شی.
د امریکا سنا کې د وسله‎والو خدمتونو د کمېټې رئیس سناتور جان مک‎کېن زیاته کړه:
“تېروتنه باید ونه شی افغانستان په شدت زموږ د شریک دښمنڅخه د خپلو هېواد د دفاع لپاره مبارزه کوی. خو موږ هم باید دا درک کړو چې امریکا اوس هم په افغانستان کې د هغو ترهګرودښمنانو پرضد جګړه کېښکیل ده چې زموږ پر هېوادیې د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونه کړی وو.”
سناتور جان مک‎کېن دا څرګندونې په داسې حال کې کوی چې تېره میاشت افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت امریکایی قومندان جنرال جان نیکلسن د امریکا د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته وویل:
“افغانستان کې د اوسنی په ټپه دریدلی حالت د بدلون لپاره څو زرو نورو امریکایی او یا هم د ناټو د نورو غړیو سرتېرو ته اړتیا لری څو د افغان امنیتیځواکونو ملاتړ په ښه توګه وکړی شی.”
تراوسه پورې امریکایی دفاعی چارواکو په څرګنده د جان نیکلسن د دې غوښتنې په اړهڅه نه‎دی ویلی.
په دې اوونۍ کې کانګرس ته په وینا کې هم د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د افغانستان یادونه ونه‎کړه خو ویې ویل چې د اسلامی دولت د وسله‎والې په نوم ډلې “داعش” پرضد به په ټوله نړۍ کې په شدت مبارزه وکړی.
سناتور جان مک‎کېن د ولسمشر ټرمپ د دې ژمنې ستاینه وکړه خو ویلېیې دی:
“اړتیا ده چې افغانستان هم زموږ د لومړیتوبونو په سر کې و اوسی.”
دې امریکایی سناتور په خپلې اعلامیې کې په افغانستان کې وروستیو ناکررایو ته اشارې کړې او په کابل کېیې د چهارشنبېد ورځې د بریدونویادونه کړې چې لږ تر لږه تر شلو زیات کسان یې ووژل او ګڼ نور یېټپیان کړل.
نوموړی همدارنګه د افغانستان شمال کې د طالبانو پر لاس د یوې بلې ولسوالۍ د سقوط یادونه هم کړې او ویلېیې دی:
“دا شاتګ په ټول هېواد کې په ځورونکو زیانونو پسې رامنځ ته کېږی.”
د پنټاګون چارواکی پلان لری په دې پسرلی کې د افغانستان جنوب لویدیځ ته ۳۰۰ امریکایی سمندری سرتېری واستوی.
سناتور جان مک‎کېن او جنرال جان نیکلسن دا اقدام ستایی خو کافی یې نه ګڼی.
سناتور جان مک‎کېن وایی:
“غواړی چې ولسمشر ټرمپ له فرصته ګټه واخلی، په افغانستان کې روانه پاڼه بدله کړی او بالاخره زموږ نظامی قوماندانانو ته هغه سرچینې او واک برابر کړی چې هغوی ورته زموږ د دښمن خلاف د جګړې د نوښت په لاس کې اخېستو لپاره اړتیا لری.”
دا مهال افغانستان کې۸۵۰۰ امریکایی سرتېری او د ناټو د نورو متحدانو شاوخوا پنځه زره سرتېری مېشت چې د افغان امنیتیځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او ملاتړ برابروی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.