د کابل علماو شورا: د سیمې استخبارات دینی عالمان په نښه کوی

گزارشگر:دوشنبه 25 ثور 1396 - ۲۴ ثور ۱۳۹۶

mandegar-3د کابل د علماو شورا له افغانستان امنیتی ځواکونو غواړی چې د دینی عالمانو د ژوند خوندیتوب ته جدی پاملرنه وکړی.
وروسته له هغې چې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې دینی عالمان په مرموز ډول ووژل شول، د کابل د عالمانو شورا په دې اړه جدی اندېښنه څرګندوی.
د دغې شورا رئیس عبدالبصیر حقانی د یکشنبې په ورځ له آزادی راډیو سره په خبرو کې له افغان امنیتی ځواکونو غوښتنه وکړه چې د دینی عالمانو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړی.
نوموړی ادعا وکړه: “د سیمې استخبارات او استخباراتی کړۍ نه‌غواړی چې د افغانستان نظام مشروع او تل‌پاتې نظام وی نو هغوی غواړی چې په دې برخه کې متنفذین، روحانیون او هغه خلک چې نظام ته بقا ورکوی هغوی له‌منځه یوسی.”
دی وایی، د سیمې استخباراتو ځکه دینی عالمانو په وژنو لاس پورې کړی چې د افغانستان حکومت مشروعیت وګواښی او هغه غږ چې دینی عالمان‌یې د جګړې پر ضد کاروی غلی کړی.
د روانې مې میاشتې په ۷مه نېټه وسله‌والو طالبانو په کندهار کې مدنی فعال او دینی عالم عبدالغفور پیروز په ډزو وواژه.
په یوه بله پېښه کې د پروان د علماو شورا رئیس مولوی عبدالرحیم حنفی د ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو، په دې پېښه کې چې د روانې میلادی میاشتې په نهمه نېټه د چارېکار ښار په عیدګاه جومات کې وشوه له امله‌یې د دینی زده‌کړو پنځه تنه زده‌کوونکی هم ټپیان شول.
تر ټولو وروستۍ او تازه پېښه بیا د علومو اکاډمۍ د اسلامی علومو د مرستیال مولوی سیف‌الرحمن ستانکزی وژنه وه، نوموړی تېره جمعه په رڼا ورځ په کابل ښار کې د نا معلومو وسله‌والو له‌خوا ووژل شو.
په کندهار کې د دینی عالم عبدالغفور پیروز د وژنې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو په غاړه واخیست خو پروان او کابل کې د دوو نورو دینی عالمانو د وژنې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.
تر دې پخوا هم یو شمېر دینی عالمان په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی.
دینی عالمان وایی، امنیتی ارګانونه دې د عالمانو ژوند خوندی کړی
وروستۍ وژنې د ولسمشر او اجرایی رییس په ګډون په ملی کچه وغندل شوې او دا یې د هېواد د دښمنانو کار وباله.
ولسمشر محمد اشرف غنی له امنیتی ځواکونو غوښتی چې د دینی عالمانو د ژوند خوندیتوب ته جدی پام وکړی.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دینی عالمانو د ژوند د خوندیتوب ډاډ ورکوی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادی راډیو ته وویل چې په دې برخه کې به د دوی ځواکونه هېڅ ډول هڅې هم ونه‌سپموی.
نوموړی زیاته کړه: “د افغانستان د دینی عالمانو د امنیتی تدابیرو په برخه کې موږ هر ډول همکاری چې اړتیا وی ترسره کوو یې او په دې برخه کې د هر ډول هممکارۍ ډاډ ورکوو.”
نوموړی وایی، امنیتی ارګانونه هڅه کوی چې د دینی عالمانو د ورستیو وژنو عاملین ونیسی.
یو شمېر کارپوهان وایی، د افغانستان دښمن غواړی د دینی عالمانو په وژنه وېره خپره او د جګړې په ډګر کې ترې پراخه تبلیغاتی ګټه واخلی.
د چارو کارپوه او مدنی فعال راحت ګل زیارمل ازادی راډیو ته وویل، هغه خلک چې فکرونه روښانوی تر ډېره د هدفی وژنو ښکار ګرځی.
نوموړی وایی، حکومت او ولسی وګړی باید د دوی د ژوند په ساتنه کې کوټلی ګامونه واخلی او هغه دینی عالمان چې وژل شوی عاملین‌یې پیدا او د قانون منګلولو ته وسپاری تر څو په راتلونکی کې له ورته پېښو مخنیوی وشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.