داعش د نورستان ځینو سیمو کې خپلو لیکو ته جلب او جذب پیل کړی

گزارشگر:یک شنبه 31 ثور 1395 - ۳۰ ثور ۱۳۹۶

mandegar-3په ولسی جرګې کې د نورستان د خلکو یوشمېر استازی او د ولایتی شورا ځینی غړی وایی، داعش ډلې د دغه ولایت په ځینو برخو کې د سرتېرو جلب او جذب او پټ فعالیت پیل کړی دی.
دوی وایی، د نورستان دواب، منډول، وانټ وایګل، واما، نورګرام هغه ولسوالۍ دی چې داعش پکې خپل جلب او جذب پیل کړی دی.
په ولسی جرګې کې د دغه ولایت یوه استازی مولوی احمدالله موحد د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، په نورستان کې داعش ډلې خپل فعالیتونه پراخ کړی دی.
نوموړی زیاته کړی.
“د هرې ورځې په تېرېدو سره په نورستان کې د داعش او طالب مرکز پیاوړی کېږی، په ځانګړی ډول هغه سیمې چې د حکومت څخه لېرې دی او طالبان په کې حکومت کوی، موږ داسې راپورونه لرو چې داعش ډلې په دواب او منډول کې جلب او جذب پیل کړی، مرکزونه یې فعاله شوی او هڅه کوی چې له دې لارې لغمان پنجشیر او بدخشان ولایتونه وګواښی.”
نوموړی د نورستان له وضعیت څخه د حکومت بې خبری او د داعش جلب او جذب د اندېښنې وړ ګڼی.
نورستان چې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو شاهد هم دی، خو په دغه ولایت کې د داعش فعالیتونو د خلکو اندېښنې زیاتې کړی دی.
د نورستان د ولایتی شورا رئیس سعدالله هم ازادی راډیو ته وویل چې داعشیانو څلور ورځې وړاندې په نورګرام ولسوالۍ کې په رسمی ډول راډیویی خپرونې پیل کړی دی او په داشان تبلیغاتو سره خلک خپلو لیکو ته هڅوی.
خو اوس پوښتنه داده که چېرې د دغه ولایت امنیت ته جدی پاملرنه ونشی، پایلې به یې نورو ولایتونو ته څه وی؟
د امنیتی چارو کار پوه جاوید کوهستانی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“که چېرې نورستان د داعش او نورو جنګیالیو په ترهګریزو فعالیتونو بدل شی کولی شی چې د هېواد د مرکزی او شمالی ولایتونو امنیت ته لوی ګواښ متوجه کړی، خو تراوسه پوری افغان حکومت د داعش ډلې د فعالیتونو د له منځه وړلو لپاره هېڅ داسې کوم پلان نه لری.”
نورستان د پاکستان له چترال سره نښتی او بدخشان، پنجشیر، کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو ته لاره لری.
خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادی راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه دامهال په نورستان کې عملاً په پوځی عملیاتو بوخت دی او دغو ډلو ته یې درانه تلفات اړولی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ په هغو ولسوالیو او سیمو کې چې امنیتی ګواښونه دی حضور لرو، هغه غرونه چې د چترال له لوری دغو ولسوالیو ته نېږدې دی، موږ د نورستان په مرکز کې هم خپل قوتونه لرو او په بېلابېلو برخو کې ځای پرځای شوی دی، که چېرې دښمن دغه برخې له خطر سره مخ کړی موږ مقابلې ته چمتو یو.”
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د افغانستان له یوشمېر نورو ولایتونو لکه زابل، کونړ، بدخشاان او سرپل څخه هم د داعش د فعالیتونو راپورونه ورکړل شوی او حتی امریکا په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې خپل تر ټولو غیر اټمی بم هم د داعش پر مرکز وکاروه.
د امنیتی چارو کارپوه جاوید کوهستانی وایی، که چېرې د نورستان امنیتی وضعیت ته جدی پاملرنه ونشی دغه ولایت به د داعش په لوی مرکز بدل شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.