پنټاګون: پـاکستان تـه نور د ترهګـرۍ ضـد مبـارزې ځانګړې پیسې نـه ورکوو

گزارشگر:سه شنبه 3 اسد 1396 - ۰۲ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3د امریکا متحدو ایالتو دفاع وزارت له پاکستان سره د سلګونو مېلیونو ډالرو مرسته بنده کړې او ویلی یې دی چې اسلام اباد په پاکستان کې دېره د حقانی شبکې په وړاندې کافی اقدام نه‎دی کړی.
دغه وزارت څه باندې درې سوه مېلیون ډالره چې ټاکل شوې وه، پاکستان ته یې د ترهګرو ډلو په وړاندې د جګړې په خاطر ورکړی، نه ورکوی او وایی چې دغه هېواد د حقانی شبکې په وړاندې چې په پاکستان کې دیره د طالبانو یوه څانګه ده، څنګه چې لازمه وه، اقدام نه‎دی کړی.
دفاع وزارت دغه اعلان وروسته له هغې کوی چې د تېرې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ چې د دفاع وزیر جیمز مټیس هم په‎کې و، بحث وشو.
د فارن پالیسۍ خپرونې په وینا، ویل کېږی چې د ټرمپ اداره به داسې یوه ستراتیژی تصویب کړی چې هغه رول ته په پام سره چې پاکستان یې د افغانستان په جګړه کې لوبوی، د اسلام اباد په وړاندې سخته تګلاره غوره شی.پ
د امریکا د دفاع وزارت ویاند اډم سټمپ په یوه خپاره کړی بیان کې ویلی چې په اوس وخت کې به دغه مرستې د پاکستان له حکومت سره ونه‎شی، ځکه دفاع وزیر دا تاییدولی نه‎شول چې پاکستان د حقانی شبکې په وړاندې کافی اقدامات کړی دی.
دا د هغو ۹۰۰ مېلیونو ډالرو مرستې یوه برخه ده چې پنځه نیم سوه مېلیونه ډالره یې پخوا پاکستان تر لاسه کړی دی.
پاکستان له ۲۰۰۲ مېلادی کال راهیسې، له کله چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا په مشرۍ جګړه پیل شوې او دغه هېواد ور سره یو ځای شوی، له امریکا شااوخوا ۱۴ مېلیارډه ډالره مرسته تر لاسه کړې ده.
دغه مرسته د ائتلاف ملاتړی وجهی صندوق له‎خوا د ترهګرۍ د ځپلو په مقصد د پاکستان له حکومت سره شوې ده.
د امریکا د نوې ادارې دغه نوی دریځ ته په پام سره چې ایا اسلام اباد به د حقانی شبکې په وړاندې اقدام وکړی او ایا دغه هېواد به د افغانستان په وړاندې خپله پالیسی چې کابل یې د دښمنۍ پالیسی بولی، بدله کړی؟ دا پوښتنه مې د سیمې د سیاسی چارو له کارپوه لطیف افریدی څخه وکړه.
ښاغلی افریدی وایی، د ټرمپ ادارې تر اوسه داسې نښې ښودلی چې امریکا نوره د پاکستان په وړاندې جدی ده.
ښاغلی افریدی زیاته کړه:
“دا د ټرمپ د حکومت د پالیسۍ یو ړومبی ګام دی او ښکاری چې هغوی واضح فیصله وکړه چې موږ د پاکستان د دغو دروغو، غلطو بیانونو، کوم چې باور ورکوی چې موږ به داسې وکړو، هسې وکړو، پر دې خبرو نور دوی مطمئن نه‎دی او تر څو پورې چې د پاکستان خلاف ډېره سختی ونه‎شی، نو د افغانستان په هکله به هغه لاره او نظر چې د پاکستان پوځ او نور یې لری او هغه هم بیخی خیرن اوغلط دی، بدل نه‎شی، هغوی په افغانستان کې د خپلې خوښې د حکومت را وستل غواړی او غواړی چې طالبان بیا مسلط کړی.”
د ښاغلی افریدی په وینا، ښایی د ټرمپ اداره د پاکستان په وړاندې نور اقدامات هم وکړی.
له دې مخکې د امریکا د سنا د پوځی خدماتو د کمېټې د مشر جمهوری غوښتونکی سناتور جان مک‎کېن په مشرۍ د امریکایی سناتورانو څو کسیزې ډلې هم د اسلام اباد او کابل له کتنو وروسته ویلی وو چې پاکستان باید خپله پالیسی بدله کړی او که داسې ونه‎کړی، امریکا به د دغه هېواد په وړاندې خپله پالیسی بدله کړی.

د فارن پالیسۍ په وینا، د امریکا پوځی چارواکو او د کانګرس غړو له میاشتو میاشتو راهیسې دا خبره کړې چې د افغانستان د جګړې په اړه نوې ستراتیژی به یواځې پر افغانستان متمرکزه نه‎وی، بلکې ټوله سیمه به رانغاړی.
په دغې ستراتیژۍ کې دغه راز له پاکستانه هم په کلکه غوښتل کېږی چې د دغه هېواد په لوېدیځه برخه کې د طالبانو او حقانی شبکې مرکزونه له منځه یوسی.
دواړه ډلې له دې ځایه پر افغانستان حملې کوی.
پنتاګون پر پاکستان د سلګونو مېلیونو ډالرو مرستو د بندولو اعلان وروسته له هغې کوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ په نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه په خپل کلنی راپور کې پاکستان هغه هېواد یاد کړی چې تر اوسه پکې د حقانی شبکې په څېر سخت دریځې ډلې امن ځایونه لری.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه تورونه رد کړی او ویلی یې دی چې د ټولو ترهګرو په وړاندې یې بې توپیره اقدامات کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.