په میرزا اولنګ کې د بشری ناورین ژورتیا تر هغه زیات ده چې ویل کېږی

- ۲۲ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3په سرپل کې چارواکی وایی، د صیاد ولسوالۍ په میراز اولنګ کلی کې د بشری ناورین ژورتیا تر هغه زیاته ده چې په مطبوعاتو کې ویل کېږی.
د سرپل د والی ویاند، ذبیح الله امانی بېګا ازادی راډیو ته وویل چې په میرزا اولنګ کې، غالباً د فرقه یې تعصب پر اساس، لس ګونه کسان چې د کلی مشران، ښځې او ماشومان پکې دی، وژل شوی دی.
ذبیح الله امانی وویل، دا ادعا د هغو معلوماتو پر اساس کوی چې له سیمې تښتېدلو خلکو ورسره شریک کړی دی.
د هغه په وینا، د افغانستان د امنیتی ځواکونو کشفی ادارو هم داسې پېښه تائید کړې ده.
ذبیح الله امانی وویل: “پنځوس یا تر هغه زیات ملکی وګړی تیر باران شوی، له غونډیو کښته اچول شوی، له یو شمېر کسانو سرونه پرې شوی، د یو شمېر کسانو بدنونه یې سوری کړی دی، په دې کې کوچنیان، ښځی او د کلی مشران په شهیدانو کې دی، دا معلومات چې زه یې درکوم زموږکشفی ادارو راکړی دی، خو د میراز اولنګ خلکو راته ویلی چې د چا زوی، د چا خاوند یا اولاد یې د سترګو مخکې وژل شوی دی، دا معلومات موثق دی، حتی هغه څه چې موږ یې رسنیو ته وایو، د فاجعې عمق تر دې هم زیات دی.”
رپوټونه وایی چې د سرپل د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ له کلی، د جګړې له امله لږترلږه څلور سوه کورنۍ تښتېدلې او د سرپل په ښار کې ځای پرځای شوی دی.
د سرپل د والی د ویاند په وینا، د میرزا اولنګ د کلی خلک، اکثر شیعه ګان او هزاره ګان دی او پرهغوی وروستۍ حمله دوه دلیلونه لری.
ذبیح الله امانی وویل: “زما په نظر د طالبانو او داعش له لوری د میرزا اولنګ د مظلومو خلکو داسې بې رحمانه قتل دوه دلیله لری، لومړی، وسله والو له ډېرې مودې راهیسې پر میرزا اولنګ حملې کولې خو د میرزا اولنګ زړه ورو خلکو دښمن ته لار نه ورکوله، مقاومت یې کول، دوهم دلیل ښایی دا وی چې میرزا اولنګ ټول هزاره نشین او د شیعه ګانو سیمه ده نو د هغوی په وژلو هڅه کوی چې د افغانانو ترمنځ نفاق جوړ کړی.”
د سرپل د والی ویاند ازادی راډیوته وویل چې د داعش وسله والو له ډېرې مودې راهیسې هلته زیات فعالیت درلود او دوی په وار- وارله مرکزی حکومته مرسته غوښتې وه.
د هغه په وینا، داعش او د ازبکستان تحریک اسلامی حزب په سیمه کې له ډېرې مودې راهیسې جلب و جذب کول.
ذبیح الله امانی زیاته کړه: “د ازبکستان د تحریک اسلامی حزب د مشر طاهر یولداش زوی څه موده مخکې دلته راغلی و، د سرپل او جوزجان ترمنځ په سرحدی سیمو کې و او د داعش وسله وال یې دلته تجهیز او تمویل کړل، دا څرګندوی چې داعش دلته پراخ حضور لری او په سرپل کې د داعش د ډلې مشر قاری شیرمحمد غضنفر په خپله د میرزا اولنګ د خلکو په بې رحمانه قتل کې مهم رول درلود.”
دا په داسې حال کې ده چې د داعش وسله والو څو ورځې مخکې په هرات کې پر جوادیه جومات د حملې مسئولیت واخیست.
وسله والو طالبانو په میرزا اولنګ کلی کې د خلکو په قتل کې لاس درلودل رد کړی دی.
د افغانستان لویه څارنوالی وایی چې د پېښې په اړه څېړنه کېږی.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون ویلی چې په میرزا اولنګ کې د بشریت ضد جنایت شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.