متوکل: د عمل ملی پروګرام په حکومت کې شفافیت رامنځته کوی

گزارشگر:دو شنبه 6 سنبله 1396 - ۰۵ سنبله ۱۳۹۶

mandegar-3په افغانستان کې پرانیستې دولتوالی د عمل ملی پروګرام د پیلېدو هڅې پیل کړی تر څو د هغې له مخې حکومت خلکو ته په شفافه توګه خدمات ورسوی.
دغه بنسټ د همدې هدف لپاره د یکشنبې په ورځ د دولتی ادارو له استازو، مدنی ټولنو او عامه سکټورونو سره د مشورتی ناستو لړۍ پیل کړه.
په افغانستان کې د پرانیستی دولتوالۍ دفتر وایی چې د عمل دوه کلن پروګرام جوړ شوی، خو هغه ژمنې چې د دغې پروګرام د تطبیق لپاره کېږی تر جدی څار او څېړنې لاندې نیول کېږی.
د دغه بنسټ د سکرټریټ رئیس خلیل الرحمان متوکل د یکشنبې په ورځ د همدې هدف لپاره مشورتې غونډې ته په وینا کې د حکومتی کارونو پر شفافیت او د خلکو وړتیاوو پر لوړولو ټینګار وکړ.
نوموړی زیاته کړه:
“په دې غونډه کې د مدنی ټولنو ، دولتی ادارو او عامه سکټور استازی راټول شوی تر څو د عمل ملی پروګرام جوړ کړی او دا پروګرام له پنځو څخه تر ۱۵ ژمنې لری، دا پروګرام حکومت مجبوروی چې شفافه او حساب ورکونکی ووسی او د خدماتو د عرضه کولو لپاره له نوی ټکنالوجۍ څخه استفاده وکړی او په ورته وخت کې د افغان وګړو وړتیاوو د لوړولو لپاره لازم تدابیر ونیسی.”
ښاغلی متوکل وایی، که څه هم حکومت د ژمنو مطابق ځینې شفاف کارونه کړی خو دا کافی نه دی او باید لا کار ورته وشی.
هغه ټینګار وکړ چې د عمل دا پروګرام به د کابینې له تائید وروسته د روان کال تر اکتوبر میاشتې بشپړ شی.
د افغانستان د پرانیستی دولتوالۍ د یکشنبې ورځې په مشورتی غونډه کې د مدنی ټولنو ۹۰ او د دولتی بنسټونو ۵۰ استازو ګډون کړی و چې د دوه ورځو په موده کې به د عمل په دغه پروګرام خبرې او مشورې ولری.
د پرانیستی دولتوالی یا «OGP»بنسټ د وړتیاوو، شفافیت، حساب ورکونې، ځواب ورکونې لپاره په ۲۰۱۱میلادی کال کې رامنځته شوی او ۶۸ هېوادونه یې غړیتوب لری.
افغانستان د ۸۸ معیارونو له پوره کولو سره تېر کال د پرانیستې دولتدارۍ غړیتوب تر لاسه کړ او په بېلابېلو برخو کې یې د شفافیت ژمنې ورکړی دی.
افغان حکومت د دغه غړیتوب اخیستلو وروسته د ژمنو د پوره کېدو لپاره د جمهوری ریاست په چوکاټ کې د پرانیستی دولتوالۍ سکرټریټ رامنځته کړی.
د فساد پر وړاندې د مبارزې افغانی شبکه د عمل ملی پروګرام یو ښه ابتکار ګڼی او ټینګار کوی چې ښه تطبیق یې د افغان ولس او نړیوالو اعتبار لوړوی.
د دغې شبکې رئیس خان زمان امرخېل په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“افغانستان د نړیوالو پر وړاندې له ښه دریځ برخمن دی او د حکومت ښه پروګرامونه د خلکو نظر مثبت لوری ته بیایی له بلې خوا خلک خدماتو ته په ښه توګه لاس رسی پیدا کوی.”
ښاغلی امرخېل وایی چې د عملی ملی پروګرام ښه تطبیق د پانګونې په برخه کې هم د مثبتو بدلونونو سبب ګرځی او په بېلابېلو برخو کې د فساد مخنیوی کولای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.