وزیــــری: ۵ ولایتونو کې د داعش تحرکات شته خو فعالیتونه یې ندی پراخ شوی

گزارشگر:چهار شنبه 29 سنبله 1396 - ۲۸ سنبله ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان دفاع وزارت په دې هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونه منی، خو له ننګرهار، فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو پرته نورو ولایتونو ته د دغې ډلې د پراخېدو خبره ردوی.
د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیری د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او په فعالیتونو او حرکاتو کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی.
نوموړی وایی:
“د داعش تحرکات موږ تائیدوو، خو په حرکاتو کې زیاتوالی نه‎دی راغلی، بلکې فعالیتونه یې کم شوی، ځکه دوی په افغانستان کې زیات ځپل شوی دی، په خوا یې په هلمند، ارزګان، فراه، زابل، ننګرهار او کونړ کې فعالیتونه درلودل چې وټکول شول، اوس په کونړ کې جلب او حذب کوی، په ننګرهار، فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې یې تحرکات شته، د افغانستان په نورو ولایتونو کې تحرکات نشته.”
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د هغمږۍ دفتر په یوه تازه راپور کې ویلی چې داعش تېر میلادی کال یوازې په ننګرهار ولایت کې فعالیت درلود، خو روان کال یې فعالیتونه او تحرکات د افغانستان ۷ ولایتونو ته پراخ شوی دی.
خو په راپور کې نه‎دی ویل شوی چې دغه ډله اوس مهال د افغانستان په کومو ولایتونو کې فعالیت لری.
د ملګرو ملتونو په راپور کې همدا شان راغلی چې په افغانستان کې د داعش او وسله‎والو طالبانو حملې دوه چنده شوی دی.
دفاع وزارت که څه هم دغه راپورونه نه رد او نه هم تائیدوی، خو وایی چې په افغانستان کې به د داعش ډلې د پراخېدو مخه ونیسی.
امریکا پر داعش د حملو په لړ کې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دې ډلې په مرکزونو ستر غیر هستوی بم استعمال کړ چې د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د دغې ډلې شاوخوا سل تنه غړی په‎کې ووژل شول.
د افغانستان دفاع وزارت وایی چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې، د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ننګرهار، کونړ او د یو شمېر شمالی ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې ۱۱۷۱ وسله‎وال وژل شوی ۷۴ ټپیان او ۱۲ نور نیول شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.