د لوېدیځ نورستان د سقوط خبرداری!

- ۲۸ قوس ۱۳۹۱

د نورستان چارواکی وایی، چې د دې ولایت کابو درې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دی. چارواکی همدارنګه وایی، چې په وار وار یې له مرکزی حکومته د مرستې غوښتنه کړې، خو لا تر اوسه یې هم چا په غوښتنې غوږ نه دی ګرولی.
د نورستان والی تمیم نورستانی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې وسله والو مخالفانو د تېرې جمعې ورځې راهیسې په دواب ولسوالۍ برید کړی او دغه ولسوالۍ یې کلابنده کړې ده.
هغه وویل، په پیل کې وسله والو په یوې ځایی پوسته برید وکړ، چې پنځه تنه یې ټپیان کړل، چې نورګرام ولسوالۍ ته یې انتقال کړی؛ خو په وینا یې چې تر اوسه مرکز ته نه دی لېږدول شوی.
نوموړی زیاتوی، چې بندیان ځکه مرکز ته نه شی انتقالولای چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې له تېرو دریو میاشتو راهیسې وسله والو لاره تړلې ده.
د نورستان والی وایی، مرکز  ته یې مکتبوب هم استولی، شفر یې ورکړی او د سیمه ییزو ارګانونو له لارې یې هم دفاع وزارت خبر کړی، د ولسمشر د لومړی مرستیال له لارې یې هم د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته خبر ورکړی؛ خو له دې ټولو هڅو سره سره ورسره مرکز مرسته نه ده کړې.
ښاغلی نورستان زیاتوی، په دې دلیل نه پوهېږی، چې ولې د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارت یې لاسنیوی نه کوی.
هغه وویل، یاد وزارتونه مسولیت لری، چې له خپل پرسونل سره مرسته وکړی؛ په ځانګړی ډول په داسې وخت کې چې په نورستان کې دښمن همدې ولسوالۍ شاو خوا را ټول شوی او ورسره په جګړه اخته دی.
دی زیاتوی، چې په دې جګړه کې عربان او ایرانیان هم شتون لری او وایی، چې عربان د وسله والو د تنظیم او مالی چارو مسوولیت پر غاړه لری، چې په القاعده پورې تړلی دی.
د تمیم نورستانی په خبره، په نورستان کې د طالبانو او سلامی حزب تر څنګ القاعده، لشکرطیبه، جیش خدا او ډېر نورې وسله والې ډلې په جګړه اخته دی.
د نورستان والی وایی، دا چې دواب په لوېدیځ نورستان پورې اړه لری او په لوېدیځ نورستان کې درې ولسوالۍ دی، چې لاره یې د لغمان په الینګار سپره او دامهال د وسله والو له لوری تړل شوې ده.
نوموړی وایی، که چېرې ورسره مرکزی حکومت مرسته ونه کړی؛ نو دواب ولسوالۍ به د وسله والو لاس ته وغورځېږی او د دې ولسوالۍ په سقوط سره به د نورستان درې ولسوالۍ چې لوېدیځ نورستان دی سقوط وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.