د شانګهای سازمان «د همکاریو د تماس ډلې ناسته» نن «چهارشنبه» په مسکو کې جوړېږی

گزارشگر:چهار شنبه 19 میزان 1396 - ۱۸ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3تمه ده چې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ناسته نن «چهار شنبه» په مسکو کې جوړه شی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چې د شانګهای سازمان د همکاریو د تماس ډلې ناسته چې ټاکل شوې په مسکو کې ترسره شی، افغانستان‌یې د اجنډا په سر کې ځای لری.
د دې وزارت ویاند شکیب مستغنی د سې شبنې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې په دغې ناسته کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی په مشرۍ، یو پلاوی ګډون کوی.
د ښاغلی مستغنی په خبره، د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان بشپړ غړیتوب، له ترورېزم سره مبارزه، د افغانستان د امنیت او د اقتصاد په برخه کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو همکاری، د دې ناستې د بحث مهم موضوعات دی.
ښاغلی مستغنی وایی:
«ټاکل شوې چې د شانګهای سازمان د همکاریو د تماس ډلې ناسته، سبا د اکټوبر په ۱۱مه ترسره شی، په دغې ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی په مشرۍ یو پلاوی ګډون کوی او د دغې ناستې د بحث مهمه موضوع، افغانستان ده.»
د شانګهای سازمان بنسټ په ۲۰۰۱ میلادی کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له‎خوا کېښودل شو.
د سیمه‎ییزې همکارۍ پراختیا په ځانګړی ډول، امنیتی، اقتصادی او سوداګریز مسایل د شانګهای سازمان د غونډې د خبرو اصلی محور جوړوی.

افغانستان په ۲۰۱۲ میلادی کال کې له دغه سازمان سره د څارونکی هېواد په توګه یوځای شو او دغه‌شان ایران او منګولیا هم د شانګهای سازمان څارونکی هېوادونه دی.
تر دې وړاندې د چین په ګډون د دې سازمان یو شمېر هېوادونو په دغه سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب په اړه مثبته رأیه ورکړې وه.
افغانستان اوس‌مهال د اقتصادی همکاریو سازمان «ایکو» د جنوبی اسیا د سیمه‌ییزو همکاریو «سارک» او د سوداګرۍ سازمان بشپړ غړیتوب لری.
افغانستان په تېرو ۱۶ کلونو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په سیاسی او اقتصادی لحاظ ښې اړیکې جوړې کړی، خو یو شمېر افغان کارپوهان وایی چې افغانستان له دغو اړیکو ښه ګټه نه‌ده اخیستې.
په ورته وخت کې د ولسی جرګې یو شمېر غړی وایی، په دغه سازمان کې د افغانستان بشپړ غړیتوب د افغانستان د اقتصادی ودې لپاره یو ګټور ګام دی.
د دې جرګې یوه غړی جعفر مهدوی په دې اړه ازادی راډیو ته داسې وویل:
«د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان دایمی غړیتوب د اقتصادی ودې تر څنګ، د هېواد په امنیتی وضعیت او د سولې پر ټینګښت هم ښه اغېز لری.»
ښاغلی مهدوی له افغان حکومته غواړی چې د دغه سازمان د دایمی غړیتوب د ترلاسه کولو څخه وروسته دې، د دې سازمان د غړو هېوادونو د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړی.
د ده په خبره، د شانګهای د همکاریو سازمان غړی هېوادونه کولای شی چې افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه، په اقتصادی او امنیتی برخه کې ډېرې مرستې وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.