ذکـــــی: په افغـانستان کـې د بېـکارۍ د کچـې راټیټـولو هڅـې پیـل شـوی

گزارشگر:یک شنبه 23 میزان 1396 - ۲۲ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایی، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به د کار موندنې لپاره د یوې هر اړخیزې کړنلارې د جوړولو په هدف یو ملی کنفرانس راوبولی.
د دغه وزارت سرپرست فیض الله ذکی چې د شنبې په ورځ یې له خبریالانو سره د دغه وزارت درې کلنې لاس ته راوړنې شریکولې وویل، اوس مهال د اجرائیه رئیس په مشرۍ د دولت په چوکاټ کې د کار موندنې یوه کمېټه رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه:
«د دولت په چوکاټ کې ځوانانو ته د کار موندلو کمېټه جوړه شوې، خپله اجرائیه رئیس د دغې کمېټې مسؤلیت په غاړه اخیستی، کار او ټو لینزو چارو زارت له اړوندو وزارتونو سره د دغې کمېټې عملی کار پرمخ وړی.»
د ښاغلی ذکی په وینا دا مهال ۱،۹ میلیونه افغانان له بېکاری کړېږی چې عمده لاملونه یې جنګ جګړې، د کار ټیټ ظرفیتونه او د بهرنیو ځواکونو وتل دی.
فیض الله ذکی وایی، د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې څلور سوه زره افغانان وزګار او د افغانستان په بازارونو کې ورسره په راکړه ورکړه کې سستوالی راغی چې د کار پر مارکېټ یې ناوړه اغېز کړی.
بل خوا افغان حکومت هڅې پیل کړی، څو عربی هېوادونو ته د افغان کارګرانو لېږل قانونی کړی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی، تراوسه په دې برخه کې یوازې له قطر سره تړون لاسلیک شوی او همدغه شان په پلان کې ده چې له سعودی عربستان او متحده عربی امارتو سره هم لاسلیک شی.
د افغانستان مشرانو جرګه د کارموندنې لپاره د حکومت هڅې ستایی او ټینګار کوی چې د کاری فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره باید پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرې شی.
د دغې جرګې دویم مرستیال اصف صدیقی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«که چېرې دوی غواړی په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه کړی یوازنۍ حل لاره یې نړیوالو او ملی سوداګرو ته د پانګونې د زمینې برابرول دی، کله چې پانګونه وشی، نو کار او کاری ورځې رامنځته کېږی.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی، د حکومت مشرتابه په ځانګړی ډول ولسمشر او اجرائیه رئیس په دې هڅه کې دی چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه کړی.
د دغه وزارت سرپرست زیاتوی حکومت د ولسی تړون او دغه شان د کرنې په برخه کې د کار موندنې بېلابېل پروګرامونه ترلاسه لاندې لری او دغه شان کورنی او بهرنی پانګوال هم هڅوی چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.