اجرائیه رئیس د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې وغوښتل چی پر ملا هیبت الله او نورو طالب مشرانو بندیزونه ولګوی

گزارشگر:دو شنبه 8 عقرب 1396 - ۰۷ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په کابل کی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له مشر غیرت عمروف او غړو سره ولیدل.
اجرائیه رئیس په دې لیدنه کی وویل، چی وسلوال طالبان د افغانستان د بې ګناه ملکی خلکی بې رحمه قاتلین او ددې وطن د تباهۍ مسؤلین دی، چی باید ورته د ترورست په سترګه وکتل سی.
نوموړی د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې وغوښتل، چی د طالبانو مشر ملا هیبت الله او ددې ترورستی ډلی د نورو غړو نومونه دی د بندیزونو لست ته اضافه کړی.
هغه یادونه وکړه، چی د امنیت شورا دی د څار او ارزونی میکانیزم هم قوی کړی، څو د ترورستی ډلو فعالیتونه او ازادی محدوده، مالی منابع ئې وچی او د سولی لپاره شرایط اماده سی.
اجرائیه رئیس وویل، چی په دې سیمه کی لا هم دولتونه ترورستی ډلی پر بدو او ښو وېشی او دا د اوسنی عصر تر ټولو بده اشتباه ده، چی ځینی هیوادونه ئې لا هم تکرار ته دوام ورکوی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې مشر غیرت عمروف وویل، چی دوی د افغانستان د اسلامی جمهوریت له حکومت سره د امنیتی تهدیداتو د مخنیوی او د سولی په راتګ کی کار کولو ته ژمن دی.
نوموړی وویل، چی د ترورستی ډلو، په خاص ډول د طالبانو پر ضد د پیل سوی مبارزې په برخه کی همکار دی او د افغان حکومت وړاندیزونه به په لومړیتوب کی نیسی.
هغه له افغان دولت څخه مننه وکړه، چی ددې کمېټې د کار د تقویت او د نظارت برخی د بهتر فعالیت لپاره ئې په هیواد کی دننه لازم شرایط اماده کړی‌ دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.