دفاع وزارت: د افسرانو د تقاعد طرحه د تشکیلاتی تراکم مخنیوی لپاره عملی کېږی

گزارشگر:یک شنبه 28 عقرب 1396 - ۲۷ عقرب ۱۳۹۶

د افغانستان دفاع وزارت وایی، د ډېر عمر لرونکو افسرانو د تقاعد طرحه به په دوو کلونو کې بشپړه شی.
دفاع وزارت وایی، شااوخوا پنځه زره هغه ځوان افسران چې په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر یې لوړې زده کړې کړی د تقاعد کېدونکو افسرانو ځای به mandegar-3ډک کړی.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیری د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۷» په دې اړه له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، په دفاع وزارت کې د ډېر عمر لرونکو افسرانو د تقاعد طرحه په دغه وزارت کې د تشکیلاتی تراکم د مخنیوی په هدف عملی کېږی.
ښاغلی وزیری وایی، دا کار به د هېواد د امنیتی بنسټونو پر ظرفیت او وضعیت هیڅ ډول منفی اغېز و نه کړی.
نوموړی زیاته کړه:
«هغه کسان چې په احتیاط کې دی او عمرونه یې لوړ دی په لومړی پړوا کې، هغه چې عمرونه یې ډېر دی او تقاعد ته برابر دی په دوهم پړاو کې او په درېیم پړاو کې بیا دغه بهیر په بشپړ ډول عملی کېږی، په دفاع وزارت کې تشکیلاتی تراکم رامنځه شوی، دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا پنځه زره د لوړو زده کړو درلودونکی افسران بې دندو ګرځی، د یاد تراکم د له منځه وړلو لپاره دغه پروګرام جوړ شوی دی.»
ښاغلی وزیری وایی، د دغې مرحلې لومړی پړاو به د روان کال د جدی په میاشت کې پیل او د راتلونکی کال د اسد په میاشت کې بشپړ شی.
دی همدارنګه وایی، دوهم پړاو به یې هم د اسد د میاشتې له لسمې نېټې پیل او د بیا د ۱۳۹۷لمریز کال د جدی په لسمه پای ته ور رسېږی.
د نوموړی په خبره د ۱۳۹۸لمریز کال د اسد تر میاشتې به دا پروسه بشپړه او وروستۍ شی.
ښاغلی وزیری وایی، دېرش فیصده باتجربه افسران د اړتیاوو له مخې په احتیاطی شکل ساتل کېږی.
د دغې طرحې د تطبیق خبره په داسې وخت کېږی چې له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت د افسرانو په ذاتی قانون کې بدلون راوستی او له مخې یې هغه افسران تقاعد ته سوق کېږی چې عمرونه یې له ۵۵ کلونو لوړ وی.
خو د افسرانو د پخوانی ذاتی قانون له مخې چې اته کاله وړاندې توشیح شوی د افسرانو د تقاعد عمر ۶۵ کاله ټاکل شوی و.
د نوی طرحې له مخې بیا د ډګروالانو د تقاعد عمر ۵۴ کاله د تورن جنرالانو ۵۸ کاله د ډګر جنرالانو ۶۰ کاله او د ستر جنرالانو لپاره د تقاعد عمر ۶۲کاله ټاکل شوی دی.
د افغانستان د ولسی جرګې د دفاعی کمېسیون منشی فتح الله قیصاری د امنیت د ټنیګښت او په ملی اردو کې د وړتیاوو د لوړولو لپاره د یادې طرحې تطبیق اغېزمن بولی:
«دا کار منفی نه بلکې مثبت اغېز لری، دا طرحه ان شاءالله د افغانستان د وضعیت لپاره اغېزمنه ده، څرنګه چې دا بهیر په څو پړاوونو کې پلی کېږی نو ځکه منفی اغېز نه لری نوی جنرالان چې له نویو تجربو او لوړو زده کړو سره مقررېږی کېدای شی ګټور تمام شی.»
خو د امنیتی چارو یو شمېر افغان کارپوهان دا طرحه د افسرانو د ذاتی قانون خلاف بولی وایی، په اوسنیو شرایطو کې به یې تطبیق پر روان وضعیت ناوړه اغېز وکړی.
له ډلې یې حی ګل سلیمانخیل وایی، تر کومه چې ملی اردو په خپلو پښو ونه درېږی او دا طرحه د ولسی جرګې لخوا د تائید وړ ونه ګرځی، تطبیق به یې د افغانستان امنیتی وضعیت ته زیانمن کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.