مرتضوی: له افغانستان سره باید د هېوادونو اړیکې دولت په دولت وی

گزارشگر:شنبه 25 قوس 1396 - ۲۴ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3افغان حکومت د ولسمشر ولادمیر پوتین د هغو څرګندونو په ځواب کې چې وایی، په افغانستان کې امنیتی ګواښونه په زیاتېدو دی، غبرګون ښودلی او ویلی یې دی چې افغانستان د ترورېزم پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.
د افغانستان په شمال کې د ترورېستی ډلو د فعالیتونو پر زیاتېدو د روسیې د ولسمشر له خوا د اندېښنو له څرګندولو وروسته، افغان حکومت وایی چې افغانستان د ترورېزم پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی، په دې برخه کې مسؤلانه عمل کوی او له نورو هېوادونو څخه هم د مسؤلانه چلند تمه لری.
مسکو چې له افغان طالبانو سره په همکارۍ تورن دی، په وار وار په افغانستان کې د طالبانو د سیالې ډلې داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او پرون پنجشنبه ولسمشر ولادمیر پوتین په افغانستان کې د امریکا او روسیې ګډ کار ته چمتووالی وښود.
ولسمشر پوتین په خپله کلنۍ خبری غونډه کې وویل چې په افغانستان کې امنیتی ګواښونه په زیاتېدو دی او مسکو له افغان حکومت سره مرستې ته چمتو دی، خو له ازادی راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د جمهوری ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوی پرته له دې چې د روسیې نوم واخلی، له هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې ټولې اړیکې د ډلو نه، بلکې د دولت په کچه ټینګې کړی.
ښاغلی مرتضوی وویل:
«لومړی د ترورېزم پرضد په مبارزه کې د ټولو هېوادونو له خوا د مسؤلیت منل دی، دوهم دا چې هېوادونه د خپلو هدفونو او نیتونو لپاره باید ترورېزم د یوې وسیلې په توګه ونه کاروی او درېیم دا چې له افغانستان سره اړیکې باید له دولت سره د دولت اړیکی وی او له بېلابېلو ډلو سره اړیکې چې په هره بڼه وی، له سولې او ثبات سره مرسته نه کوی، بلکې کولای شی چې په یو ډول سره امنیت ته ګواښ وکړی.»
روسی چارواکو له دې مخکې په افغانستان کې د متحدوایالاتو پر پالېسیو انتقاد کړی او یوه اوونۍ مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په ویانا کې وویل چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ ستراتېژی د زور پر بنسټ ولاړه ده.
ده زیاته کړه چې د افغانستان ستونزه له پوځی لارې نشی حل کېدای، خو افغان حکومت یې په ځواب کې وویل چې د امریکا نوې ستراتېژی د افغانستان په ګټه ده.
که څه هم افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د روسیې د مرستو د ادعاوو په اړه مستقیم غبرګون نه دی ښودلی، خو د ولایتونو په کچه چارواکو څو ځلې ویلی چې روسیه له وسله والو طالبانو سره د وسلو او تجهیزاتو مرسته کوی.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان نېکلسن هم څوځلې پر روسیې تور لګولی چې له طالبانو سره مرستې کوی، خو روسیې دا تورونه رد کړی او وایی، له طالبانو سره د دې لپاره اړیکې نیسی چې له افغان حکومت سره سولې ته یې وهڅوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.