کندز، تخار او بدخشان کې تاجکستان خپلې سرحدی لارې د افغانانو پر مخ تړلی

گزارشگر:شنبه 2 جدی 1396 - ۰۱ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو د سیمه‎ییزو چارواکو د خبرو پر بنسټ چې له څلور ورځو راهیسې تاجکستان خپلې سرحدې لارې د افغانانو پرمخ تړلی چې غواړی نوموړی هېواد ته سفر وکړی، خو د سوداګریزو چارو په برخه کې کومه خاصه ستونزه نشته او د پخوا په شان واردات او صادرات جریان لری.
د افغانستان درې شمال ختیځ ولایتونه لکه کندز، تخار او بدخشان د ۱۲۰۶ کیلو متره په اوږوالۍ سره له تاجکستان سره سرحد لری.
کندز د شېرخان بندر له لارې له تاجکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره نښلول شوی دی.
د دغه ولایت سیمه‎ییز چارواکی وایی چې له څلورو ورځو راهیسې تاجکستان خپل سرحد د افغانانو پر مخ تړلی او افغانانو ته اجازه نه ورکوی چې نوموړی هېواد ته سفر وکړی.
د کندز د والی ویاند نعمت الله تیموری په دې اړه یې ازادی راډیو ته وویل:
«تر اوسه د دې موضوع عوامل معلوم نه‎دی چې ولې دغه سرحد تړل شوی، خو موږ دغه ستونزه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سره او همدارنګه په کندز کې د یوناما دفتر سره شریک کړې چې په دې اړه له تاجکستان سره خبرې وکړی او دغه ستونزه هواره کړی.»
په ورته وخت کې د دې ولایت په شېرخان بندر کې د افغان سوداګرو د ټولنې مشر سید مجتبی هاشمی ازادی راډیو ته وویل چې د سوداګرېزو چارو په برخه کې کومه ستونزه نشته ده، خو یوازې افغانان نه‎شی کولای تاجکستان ته سفر وکړی.
دی وایی:
«د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحد تړل شوی او خلکو ته اجازه نه ورکو کېږی چې تاجکستان ته ولاړ شی او حتی سوداګر هم نه‎شی کولای سفر وکړی او دغې مسئلې د خلکو پر وړاندې ستونزې زېږولی.»
په همدې حال کې د کندز د ولایتی شورا ځینې غړی، د تاجکستان د سرحد د بندېدلو علت د مخدره توکو د قاچاقبرانو له‎خوا د نوموړی هېواد د سرحدی ځواکونو د یو تن قوماندان وژل کېدل په ګوته کوی.
د دې ولایت د ولایتی شورا یو تن غړی غلام ربانی ربانی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«کوم معلومات چې موږ ترلاسه کړی، ویل کېږی چې څو ورځې وړاندې د تخار د چاه‎اب ولسوالۍ د سمتی سیمې څخه پورته د تاجکستان خاورې په ۵۰ کیلومټرۍ کې د نوموړی هېواد یو تن سرحدی قوماندان له دوه تنو سرتېرو سره په مرموز ډول وژل شوی دی.»
د نوموړی ولایت د والی مرستیال احمد فرید ذکی ازادی راډیو ته وویل چې د نامعلومه عواملو له کبله له څلورو ورځو راهیسې تاجکستان د ای خانم بندر لاره د افغانانو پر مخ تړلې ده.
دی وایی:
«اوس مهال د ای خانم بندر له لارې افغانان نه‎شی کولای تاجکستان ته سفر وکړی، ځکه نوموړی هېواد خپل سرحد د افغانانو پرمخ تړلی، خو د بهرنیو اتباعو پر مخ خلاصه ده، همدارنګه د سوداګرېزو چارو په برخه کې هم کومه ستونزه نشته او د سوداګرېزو توکو واردات او صادرات دوام لری.»
بدخشان د پنځو پلونو له لارې چې د امو سېند پر سر د دې ولایت په اشکاشم،واخان شغنان، نیسۍ او درواز ولسوالیو کې جوړ شوی دی، له تاجکستان سره نښلول شوی، خو بیا په دې ولایت کې هم د څه باندې ۱۵ ورځو راهیسې نوموړی هېواد خپلې سرحدی لارې د افغانو پر مخ تړلی.
د بدخشان د والی ویاند نیک محمد نظری په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«څه باندې ۱۵ ورځې کېږې تاجکستان خپل سرحدی لارې په دې ولایت کې د خلکو پر وړاندې تړلی دی، خو افغان حکومت خپلې هلې ځلې پیل کړی څو ډېر ژر دغه سرحدی لارې بېرته خلاصې کړی.»
خو په کندز کې یو شمېر افغان سوداګر بیا وایی چې باید د افغانستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت له طریقه د تاجکستان حکومت سره خبرې وکړی او دغه ستونزه هواره کړی.
د یادونې وړ ده چې په کندز کې د موجوده ناامنیو له کبله له دوه کالو راهیسې تاجکستان خپله قونسلګرۍ په دغه ولایت کې تړلې ده، نو په همدې دلیل موږ هم ونه‎شو کولای چې د دغې ستونزې عوامل د نوموړی هېواد د قونسلګرۍ له چارواکو څخه وپوښتو.
کندز د شمال ختیځ ولایتونو بغلان، تخار او بدخشان زون دی همدارنګه د شېرخان بندر له لارې له تاجکستان سره نښلول شوی دی او نوموړی بندر د افغانستان له مهمو بندرونو څخه شمېرل کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.