موحد: د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګره د مخدره موادو قاچاق زیات شوی

گزارشگر:سه شنبه 1 حوت 1396 - ۳۰ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3له مسکراتو او مخدره موادو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز وایی، د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګره نورو هېوادونو ته د مخدره موادو قاچاق د پخوا په پرتله زیات شوی دی.
له مسکراتو او مخدره موادو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز مسؤلین وایی، له کومې ورځې راهیسې چې د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر له لارې نورو هېوادونو ته د مخدره موادو د قاچاق موضوع ورسپارل شوې‎، لاسته راوړنې یې د پخوا په پرتله زیاتې دی.
د دغه مرکز د خپرونو رئیس احمد خالد موحد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۳۰» په کابل کې خبریالانو ته وویل، په وروستیو څو میاشتو کې یې په دغه نړیوال هوایی ډګر کې د مخدره موادو د قاچاق څه باندې ۱۲۳ قضیې چې ۱۵۰ کسانو پورې اړه لری، بررسی کړې دی.
ښاغلی موحد وویل، د مخدرو موادو د قاچاق د قضیو دغه شمېره ښیی چې له دې لارې بهر ته د مخدره موادو قاچاق د پخوا په پرتله زیات شوی دی.
ښاغلی موحد د حامد کرزی په نړیوال هوایی ډګر کې، د نیول شویو مخدره موادو په اړه وویل:
«شااوخوا ۸۶ کېلو ګرامه خاص هیروئین، ۴ کېلو ګرامه چرس او یو کېلو ګرام شیشه ده. هیروئین کیفیت لرونکی دی او قاچاق کوونکو غوښتل چې د نس له لارې یې هندوستان ته یوسی، سربېره پر دې د قضیې اړوند څلور شبکې چې ځینی کسان‌یې بهر ته د مخدره موادو قاچاق ته استخدامول، هم نیول شوی دی.»
ښاغلی موحد وویل، د روان کال د دلوې په میاشت کې یې د مرکز او ولایتونو په کچه، د مخدره موادو ۵۷ قضیې چې دوو ښځو او یوه ایرانی تبعه پورې یې اړه درلوده، بررسی کړی او په تړاو یې ۵۹ کسان نیول شوی دی.
ښاغلی موحد دا هم وویل چې پر دغو کسانو اړوندې ابتدائیه محکمې له دوو کلونو نیولې تر ۲۰ کلونو پورې د بند حکم کړی دی.
له مسکراتو او مخدره موادو سره د مبارزې د عدلی او قضایی مرکز د معلوماتو له مخې، دغه قضیې د روان کال د جدی په میاشت کې ۵۵ وې.
د چارو پوهان سره له دې چې په دې برخه کې د افغانستان د عدلی او قضایی ارګانونو هڅې ستایی، خو وایی چې په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق موضوع سیمه‌ییز او نړیوال اړخونه پیدا کړی او د شته ستونزې هوارولو ته په کار ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه په ګډه سره مبارزه وکړی.
د دغو کارپوهانو له ډلې، عبدالشکور دادرس ازادی راډیو ته وویل:
«په دې کې ډېر لاسونه اوږد شوی او ډېرو قوی تدابیرو ته ضرورت دی، دا زموږ د پولیسو او عدلی او قضایی سیستم له واکه وتلې ده، که په نړیواله کچه زموږ سره مرسته ونه‌شی، زموږ پولیس، څارنوال او محاکم په یوازې ځان نه‌شی کولای چې د دغو موادو کښت، پروسس او ټرافیک مهار کړی.»
د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرکز په ۱۳۸۴ لمریز کال کې تأسیس شو.
د یاد مرکز مسؤلین وایی، د تأسیس له ڼېتې راهیسې یې ۹۲۱ میله وسله، سلګونه لاسی او درانه بمونه، ۲۱ راکټونه، د قاچاق کوونکو څه باندې ۲۰۰۰ نقلیه وسایط، زرګونه مرمۍ او داسې نور نیولی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.