اعتراض کوونکو په غزنی کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفتر تړلی

گزارشگر:دوشنبه 10 ثور 1397 - ۰۹ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د غزنی ولایت مرکز او ولسوالیو یو شمېر او سېدونکی له تېرو څلور ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مخې ته د پرلت خېمه وهلې او د یاد کمېسیون دفتر یې تړلی دی.
دوی وایی، په دغه ولایت کې دی ټاکنې حوضوی شی، پر تذکرو دې سټیکر نه لګېږی، د ټاکنو د کمېسون په مامورینو کې دې ټولو قومونو ته یو شان ونډه ورکول شی او په ناامنه ولسوالیو کې دې د ټاکنو لپاره زمینه برابر شی.
دوی ګواښ کوی که چېری مرکزی اداره یې غوښتنې ونه منی نو د کابل ــ کندهار ترمنځ لویه لاره به هم د ټرافیکو پرمخ وتړی.
په ورته وخت کې بیا په د غه ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسؤل او د
ولایتی ادارې مسؤلین وایی چې د دغه پرلت کوونکو غوښتنې یې تر وسه پورته خبره ده.
دوی وایی چې د اعتراض کوونکو غوښتنې تر مرکز پورې رسولې دی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه په مرکز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو خو په کراتو کراتو بیا هم زموږ ټلیفون ته یې ځواب رانه کړ.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.