۱۲ کـسان په هلمنـد ژوبـل شـو

گزارشگر:سه شنبه 20 سنبله 1397 - ۱۹ سنبله ۱۳۹۷

mandegar-3په ګرشک سار کې د هاوان د لګیدو له امله ۱۲کسانو ته مرګ ژوبله اوختې‎
د هلمند سیمه‌ییز چارواکی وایی چې په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن محمد اسماعیل وویل: تېره شپه طالبانو د هاوان مرمۍ توغولې چې پر یوه کور لګېدلې ده.
نوموړی وویل: په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړی وژل شوی او شپږ نور ټپیان دی.
دغه راز د ګرشک ولسوال محمد سلیم رودی هم یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل چې تېره شپه طالبانو د امنیتی ځواکونو پر ځینو پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دی.
خو ولسوال روښانه نه کړه چې د هاوان دغه مرمۍ د طالبانو که د امنیتی ځواکونو له خوا توغول شوې ده.
رودی دا هم وویل چې نن سهار طالبانو د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل- کندهار پر لویه لار دماین چاودنه کړې ده.
ده زیاته کړه: « لاره خرابه شوې، مسافرو ته ستونزې پیدا شوی، خو امنیتی ځواکونو د لارې بېرته رغول پیل کړی دی».
د یادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.