په بامیانو کې د ډېرو سیمو لارې تړل شوی دی

- ۲۴ جدی ۱۳۹۱

د بامیانو ولایت چارواکی وایی، چې له یوشمېر ګاونډیو ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ غځېدلې لارې د واورېدو د ورېدو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوی دی. همدارنګه د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وایی، چې په دې لاره تر اوسه جدی ستونزه نشته خو اصلی ستونزه لوی بار وړونکی موټر را منځته کوی. د بامیان د والی ویاند عبدالرحمن احمدی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د تېرې ورځې له څلورو بجو وروسته ډېرې تړل شوې لارې بېرته پرانستل شوی دی. هغه وویل، چې له دې وړاندې په قوناق کوتل کې ډېرشمېر موټرونه بند پاتې ول؛ خو اوس د واورې پاکونې د شرکتونو په مرسته لاره پرانستل شوې او کومه جدی ستونزه شتون نه لری. دی وایی، چې په بامیانو کې په ځینو سیمو کې تر شپېتو او په ځینو سیمو کې تر ۱۵۰ سانتی مترو پورې واوره ورېدلې ده چې یو شدید توپان هم ورسره مل دی. ښاغلی احمدی زیاتوی، ټاکل شوې وه چې شاتو کوتل هم پرانستل شی خو تر دې دمه ورته معلومات نشته چې پرانستل شوی او کنه. هغه وایی، دمګړۍ سره له دې چې کوم جدی خطر شتون نه لری خو میدان ودرګو ولایت او د بامیانو یوشمېر ولسوالیو ته غځېدلې لارې د ټرافیکو پر مخ تړل شوی دی. د بامیان د والی ویاند وویل، چې ولسوالیو او شاو خو ولایتونو ته بامیان یوولس لارې لری او د فوایدعامې وزارت له یوولسو شرکتونو سره د دغو لارو د پاکولو قراردادونه کړی او دغو شرکتونو ورته لازمل چمتوالی نیولی دی. هغه وایی، سره له دې چې دوو شرکتونو ونشو کولای خپل کار په تېرو دوو ورځو کې سم تر سره کړی؛ خو د نورو شرکتونو چارې بریالۍ روانې دی. د احمدزی په خبره، دوی له تېر کال نه ښه تدابیر لری او کېدای شی کومه جدی ستونزه را پیدا نشی. همدارنګه د سالنګو د ساتنې او څارنې مسوول جنرال رجب له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د یکشنبې په شپه د ډ‌ېرې واورې ورېدنې له امله یې په احتیاطی ډول سالنګونه د ترافیکو پر مخ تړلی ول؛ خو پرون سهار کابو درې بجې یې بېرته پرانیستل. هغه وویل، چې د سالنګونو د لویې لارې د بندېدو او ستونزې د را پیدا کېدو اصلی لامل د ټېلر موټرونو تګ راتګ دی او هر کله چې دغه موټرونه پر سالنګ تګ راتګ ونکړی نو ویلای شی، چې هېڅکله به په دې لاره کې ستونزې پیدا نشی. نوموړی وویل، کله چې په سالنګ کې ټېلر موټرونو ته حرکت ورکړل شی نو په دې برخه کې ټولې شته ستونزې به د هغه چا پر غاړه وی چې دغو موټرو ته په سالنګ کې د حرکت کولو اجازه ورکوی. د ښاغلی رجب په وینا، دمګړۍ کومه جدی ستونزه شتون نه لری خو په شمالی سالنګ کې کابو اتیا او په سوېلی سالنګ کې تر شپېتو سانتی مترو واوره ورېدلې ده. هغه وایی، که ډرېوران له ځان سره اړین توکی ولری او وضع شوی مقررات عملی کړی کومه جدی ستونزه به پېښه نشی. نوموړی وویل، له تېر کال نه ښه تدابیر لری، سره له دې چې په ۱۳ سیمو کې د ژغورنې سیمې چې په اړینو توکیو سمبال شوی؛ خو داسې دوه نوې وسیلې یې هم نصب کړی چې د اېټالیا له لوری ورکړل شوی او یوشمېر کارکوونکی یې د دې پرمختللې وسیلې لپاره په اېټالیا کې روزل شوی هم دی او سږکال به له دې وسیلو هم ګټه واخلی. د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول وایی، چې دغه وسیلې د وضعیت معلومولو لپاره دی او کله چې وضعیت په خرابېدو شی دغه وسیلې ورته خبر ورکوی او دوی به یې په لارښوونو عمل کوی. هغه زیاته کړه، همدارنګه د پروان ولایت، ملی اردو، فوایدعامې وزارت، له طبیعی پېښو سره د مبارزې د ادارې او د بېړنیو حالاتو کمېسیون هم ورسره بشپړ مرسته کړې او لازم تدابیر یې نیولی دی. ښاغلی جنرال رجب وایی، د دغو الو په مرسته به وتوانېږی معلومه کړی چې په خطرناکو وختونو کې تر هغو موټرو ته سالنګونو ته د ورتلو اجازه ورنه کړی، چې ډاډه شوی نه وی شرایط ښه دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.