د انتخاباتی شکایاتو کمېسیون: د شـکایتونـو د څېـړنو د نتیجـو اعـلان ممـکن وځنـډېږی

گزارشگر:یک شنبه 27 عقرب 1397 - ۲۶ عقرب ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی، د انتخاباتی شکایتونو د څېړنو نتیجې ممکن له ځنډ سره اعلان شی.
د افغانستان د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون د تر لاسه کړیو ۱۲ زره شکایتونو تر اوسه څه باندې ۱۱ زره څېړلی دی.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، دوی یوه اوونۍ نور وخت لری چې د مهالوېش له مخې د انتخاباتی جرایمو او شکایتونو اړوند لومړنۍ نتیجې اعلان کړی، خو د انتخاباتو د کمېسیون په کارونو کې ځنډ او د ځینو رأیو بیا شمېرنه ممکن د دې سبب شی چې د شکایتونو نتیجې هم وځنډېږی.
د انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون کمیشنر او ویاند علی رضا د شنبې په ورځ په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: «مونږ له یوې اوونۍ تر لسو ورځو پورې وخت لرو چې د شکایتونو د څېړنو لومړنۍ او وروستۍ نتیجې بشپړې شی، کارونه باید په خپل وخت تر سره شوی وای، تر څو مونږ هم خپل کارونه په چټکۍ پرمخ وړی وای، خو داسې نه دی شوی او اټکل دی چې د نتیجو اعلان وځنډېږی چې هغه بیا زمونږ په کارونو هم اغېز لری.»
د انتخاباتو د قانون له مخې، د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون دوه ډوله شکایتونه څېړی.
لومړی هغه شکایتونه دی چې په انتخاباتی جرایمو پورې اړه لری او ورته ۱۶ ورځې وخت په پام کې نیول شوی دی.
او دوهم یې هغه شکایتونه دی چې د انتخاباتو د لومړیو نتیجو له اعلانه وروسته دوی ته رسېږی.
دا کمېسیون اوسد څه باندې ۱۲ زره ثبت شویو شکایتونو دوروستیو نتیجو د اعلان لپاره یوازې لس ورځې وخت لری.
له دې وړاندې د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون ویلی چې د ځینو مرکزونو څخه دومره شکایتونه ور رسېدلی چې ممکن د شفافیت د ټینګښت په خاطر هلته ټولې رأیې باطلې اعلان شی.
خو اوس دا چې دواړه کمېسیونونه د شفافیت د ټینګښت او پر وخت د نتیجو د اعلان لپاره څه کوی، دا به وخت ثابته کړی.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون د وروستیو انتقادونو په ځواب کې ازادی راډیو ته وویل: «کمېسیون په دې کار کوی چې د قوس په دوهمه لومړنۍ او په لسمه وروستۍ نتیجې اعلان کړی، مونږ هڅه کوو چې حق حقدار ته ورسوو، سمه پلټنه وشی چې له دې امله دا کار وخت غواړی، مونږ تل د شکایتونو له کمېسیون سره همکار یوو، خو هڅه کوو چې دقت د سرعت قربانی نشی.»
د انتخاباتو یو شمېر څارونکی وایی، د دواړو کمېسیونونو په کار کې ځنډ به د دې سبب شی چې په افغانستان کې راتلونکی انتخابات هم له ځنډ سره مخ شی.
له ډلې یې یوسف رشید ازادی راډیو ته وویل، دا کار به د ځنډ تر څنګ د خلکو تر لاسه شوی څه باور هم بېرته زیانمن کړی.
خو د انتخاباتو د کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایی چې د انتخاباتو نتیجې په خپل وخت اعلانوی او د شکایتونو د څېړنې لپاره هم ټول مواد د شکایتونو کمېسیون ته په خپل وخت ورکوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.