ویلــــز: طالبان دې د سولې له رامنځته شوی فرصته ګټه پورته کړی

گزارشگر:شنبه 10 قوس 1397 - ۰۹ قوس ۱۳۹۷

د منځنۍ او جنوبی اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چار د وزارت مرستیالې له طالبانو غوښتی دی چې د سولې له رامنځته شوی فرصته ګټه پورته کړی او له افغان حکومت سره د سولې رسمی خبرې پیل کړی.
د منځنۍ او جنوبی اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ویلز وویل، له وسله والو سره د سولې د موافقې لپاره مهلت نه دی ټاکل شوی، خو د سولې لپاره باید بېړه وشی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نېږدې دوه اوونۍ مخکې په قطر کې د طالبانو له استازو سره تر خبرو وروسته هیله وښوده چې د ۱۳۹۸ کال د وری په ۳۱ مه د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې به یو سیاسی توافق ترلاسه شی.
د منځنۍ او جنوبی اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې مېرمن ویلز ازادی راډیو ته وویل چې یو مهم فرصت ترلاسه شوی او د سولې په هڅو کې باید بېړه وشی:
دې وویل: «د سولې لپاره مهلت نه دی ټاکل شوی، خو بیړه پکار ده، ځکه دا یو فرصت دی، افغان حکومت چمتو دی او افغانان یا په بله معنی، طالبان هم چمتو دی، خو اوس پوښتنه دا ده چې د طالبانو مشران د دې وړاندیز منلو ته چمتو دی که نه.»
مېرمن ویلز د سولې په خبرو کې د افغانانو ونډه مهمه وبلله او ویې ویل چې امریکا یوازې د دې پروسې د تنظیموونکې رول لری.
هغې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ښاغلی خلیلزاد یو فوق العاده ډیپلومات وباله چې د افغانستان په چارو کې بېسارې پوهه او تجربه لری او زیاته یې کړه چې د هغه دنده له ټولو ښکېلو اړخونو سره کتل دی، څو داسې یوه بهیر ته امکان برابر کړی چې ټول افغانان پر یوه ټغر سره راټول شی.
سږکال د روژې په پای او د کمکی اختر په درېیو ورځو کې حکومت اوربند اعلان کړ چې په ترڅ کې یې په ډېرو سیمو کې طالبانو او دولتی سرتیرو جګړه بنده کړه او یوځای سره کېناستل.
په داسې حال کې چې د طالبانو مشران حتی افغان حکومت په رسمیت نه پېژنی، نو له امریکا او متحدانو څخه به یې د سولې په بدل کې څه ترلاسه کړی؟ د ازادی راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې وویل:
«طالبان خورا زیات تلفات ورکوی، په طالبانو کې هم داسې خلک شته چې له جګړې بېزاره دی، د داسې یو هېواد ګټه هېڅ چا ته هم نه رسېږی چې ټوټې شوی او داسې بې ادارې سیمې پکې جوړې وی چې د داعش په څېر ډلو ته د ریښو ځغلولو امکان برابروی، نو ځکه موږ د سولې لپاره له هر فرصته کار اخلو، طالبانو په جون میاشت کې اوربند ته لېوالتیا وښوده، دوی تل په ښکاره ویلی چې سوله غواړی او نه غواړی چې د پخوا په څېر پر افغانستان ولکه ټینګه کړی، راځئ! دا فرصت وازمایوو چې ایا دوی په رښتیا هم د سیاسی حل په اړه خبرو ته چمتو دی، که نه؟»
مېرمن ویلز د سولې په هرراز خبرو کې د افغان حکومت د ونډې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې سوله باید د افغانانو ترمنځ وی او د دې لپاره بل بدیل نشته.
الیس ویلز دا څرګندونې په ژنیو کې د افغانستان په اړه په جوړ شوی کنفرانس کې له ګډون وروسته په بروکسل کې د ازادی راډیو له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
دا کنفرانس د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د افغان حکومت او مرستندویو هېوادونو د استازو په ګډون جوړ شو.
ولسمشر اشرف غنی دې کنفرانس ته د وینا په یوه برخه کې د سولې لپاره د خپلې نوې طرحې پر جزیاتو رڼا واچوله او ویې ویل چې حکومت یوه دولس کسیزه ډله ټاکلې، څو له طالبانو سره خبرې وکړی.
ښاغلی غنی وویل چې د ده د سولې وړاندیز بې قید او شرطه دی، خو د سولې لپاره شرایط لری.
ولسمشر د هېواد اساسی قانون او د ښځو حقونو ته درناوی په دې شرایطو کې کړل.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.