د سولې شورا: د سـولې په بهیـر کې ابهـام د ستـونزو د حـل لار نـه ده

گزارشگر:یک شنبه 11 قوس 1397 - ۱۰ قوس ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د سولې عالی شورا وایی، د سولې په بهیر کې ابهام د ستونزو د حل لار نه ده.
د امریکا د متحده ایالاتونو له خوا د سولې د روانو هڅو په لړ کې د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، په دغه بهیر کې ابهام د ستونزو د حل لار نشی کېدای.
د دې شورا منشی امین الدین مظفری که څه هم په دې اړه جزیات نه ورکوی، خو ټینګار کوی چې ښکېلې خواوې باید له رامنځته شوی فرصته استفاده وکړی.
ښاغلی مظفری په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: «ابهام او مجهولیت د سولې په بهیر کې د حل لار نه ده، کوم فرصتونه چې د سولې لپاره نن سبا رامنځته شوی، تر بل هر وخت کافی دی او په دې اړه چې کومې خبرې شوی، فکر کوم د سولې د بهیر لپاره یې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړی دی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې د سولې د مشورتی بورډ یوه غړی عبدالحکیم منیب په دې وروستیو کې ویلی چې د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅې مبهمې دی.
ښاغلی منیب چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال هم دی، ویلی یې دی چې ښاغلی خلیلزاد باید په دې اړه افغانانو ته وضاحت ورکړی چې د سولې لپاره یې څه ډول تګلاره پرمخ نیولې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره یې د خپلو لیدنو کتنو په اړه څو ځلې له افغان چارواکو او سیاسی څېرو سره معلومات شریک کړی، دا یې هم ویلی چې امریکا د افغانستان د تراژیدۍ ختمولو ته بیړه لری.
ښاغلی خلیلزاد چې په قطر کې یې څو ځلې د طالب له استازو سره مذاکرات کړی، ویلی یې دی چې هیله لری چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وړاندې له طالبانو سره د سولې هوکړه وشی.
په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غنی هم ویلی چې د سولې د هوکړې او په ټولنیز بهیر کې د طالبانو د یوځای کېدو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې نیول شوی دی.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقی وایی، د سولې په بهیر کې د زلمی خلیلزاد په هڅو کې ابهام وجود نه لری او ټول باید د دغه ملی بهیر د بریا لپاره هڅې وکړی.
ده وویل: «تر دې مهاله زه د سولې د روانو هڅو په لړ کې کوم ابهام نه وینم، ځکه چې ښاغلی خلیلزاد د افغان چارواکو، جهادی مشرانو، سپین ږیرو او د ټولنې له مختلفو اقشارو سره لیدلی دی، دا شان یې عربی هېوادونو ته هم سفرونه کړی او د طالبانو له استازو سره یې کتلی دی او معلومات یې له رسنیو سره شریک کړی دی.»
په ژنیو کې د سولې په اړه د افغانستان چارواکو له څرګندونو وروسته طالبانو د تل په څېر بیا هم ویلی چې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.