د ټاکنو کمېسیون: همدا اوونۍ به د ولسی جرګې د ټاکنو ټول لومړنی نتایج اعلان شی

گزارشگر:یک شنبه 9 جدی 1397 - ۰۹ جدی ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی چې دا اوونۍ به د افغانستان د ولسی جرګې د انتخاباتو ټول لومړنی نتایج اعلان شی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمی د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د اوونۍ په سر کې به د پکتیا او بغلان او د اوونۍ په پای کې به د کابل او دغه شان د هندوانو او سکانو او کوچیانو د حوزو لومړنی نتایج اعلان شی.
ده وویل: «مونږ هڅه کوو چې د روانې اوونۍ په پیل کې د پکتیا او بغلان نتایج اعلان کړو او د اوونۍ تر پایه پورې د کابل ولایت او دغه شان د کوچیانو او هندوانو او سکانو د رأیو لومړنی نتایج هم اعلان کړو.»
ښاغلی ابراهیمی دا څرګندونې په داسې حال کوی چې په تېر کې هم په وار وار په دې اړه ژمنې شوی، خو دا لړۍ نه ده وروستۍ شوې.
دا په داسې حال کې ده چې خلک، مدنی ټولنې او د انتخاباتو څارونکی بنسټونه انتخاباتی کمېسیونونه د ولسی جرګې د لومړنیو نتایجو په ځنډ سره اعلان کې په بې کفایتۍ او مدیریتی کمزورۍ تورنوی.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی چې د ولسی جرګې د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو پایلې په یاد بهیر کې د ځینو ستونزو او دغه شان د ښه شفافیت په هدف ځڼډېدلې دی.
مخکې تر دې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دېرشو ولایتونو د رأیو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دی.
تاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسی جرګې د انتخاباتو لومړنۍ بایلې چې د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شول، د عقرب د میاشتې په ۱۹مه اعلان شی.
په ورته وخت کې د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی چې تر اوسه دوی ته د اعلان شویو ولایتونو د رأیو د پایلو په اړه له ۲۰۰۰ زیات شکایتونه رسېدلی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.