احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





مشرانو جرګه: طالبـان دې له حکـومت سـره مستقیمو خبـرو ته حـاضر شـی

گزارشگر:دو شنبه 10 جدی 1397 - ۰۹ جدی ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د مشرانو جرګې رییس او ځینی غړی له طالبانو غواړی چې له حکومت سره مستقیمو خبرو ته حاضر شی.
د افغانستان د مشرانو جرګې رییس پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د جګړې د ختمېدلو تر ټولو غوره لار مستقیم بحث او خبرې اترې دی.
فضل هادی مسلمیار د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومی غونډه کې پر موضوع د یو شمېر سناتورانو له بحثونو وروسته وویل، د افغانستان د جنګ اوږدول نه د افغان حکومت او نه د طالبانو په ګټه دی.
ده وویل: «د افغانستان د سنا مجلس دریځ دا دی چې د سولې د پروسې ملاتړ کوو، بین الافغانی سوله تأییدوو، له طالبانو مو غوښتنه ده چې په هوش راشی او د افغانستان له حکومت او نظام سره خبرو ته کېنی چې په خپلو کې بین الافغانی هوکړې ته ورسېږو او هېواد او خلکو ته سوله راشی.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په راتلونکې میا شت کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په هدف، د سعودی عربستان په جوړېدونکې ناسته کې د افغان حکومت له استازو سره له مستقیمو خبرو کولو انکار کړی دی.
طالبانو څو ورځې مخکې هم په عربی متحده اماراتو کې د افغانستان د سولې په تړاو په ناسته کې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې ونه کړې.
د طالبانو د کوېټې شورا یوه غړی روېټرز اژانس ته ویلی چې د را روانې جنورۍ په میاشت کې په سعودی عربستان کې بیا له امریکایی چارواکو سره وینی، څو په هغو مسایلو خبرې وکړی چې د ابوظبۍ په ناسته کې بې نیتجې پاې ته رسېدلې وې.
بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلی چې مشران یې د حکومت له استازو سره خبرې نه کوی.
له دې مخکې افغانستان لوری هیله ښودلې وه چې د سولې په راتلونکې ناسته کې چې د سعودی عربستان په جده کې جوړېږی، د حکومت استازی به په کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړی.
د مشرانو جرګې ځینو غړو د جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومی غونډه کې ویل، که طالبان په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت له استازو سره مستقیمې خبرې ونه کړی، د سیمې استخباراتی کړۍ به ترې ناوړه ګټه پورته کړی.
د مشرانو جرګې غړی رحمت الله اڅکزی وویل: «په خواشینۍ سره چې طالبانو بیا له حکومت سره د سولې په تړاو مستقیمې خبرې رد کړې، له طالبانو غوښتنه ده چې نور پر ولس رحم وکړی، ستونزې یوې خواته کړی او له دولت سره مستقیمې خبرې وکړی.»
په ابوظبۍ کې د حکومت د سولې له پلاوی سره د طالبانو تر نه کتنې وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا د طالبانو اشتباه وګنله.
خو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شا محمود قریشی تر سفر وروسته افغان چارواکو وویل چې نوموړی ډاډ ورکړی چې هېواد به یې طالبان معتقد کړی چې له حکومت سره د سولې خبرو ته کېنی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.