ایران ولسمشر ته له طالبانو سره د کتنو په اړه معلومات ورکړل

گزارشگر:یکشنبه 16 جدی 1397 - ۱۵ جدی ۱۳۹۷

mandegarولسمشرۍ ماڼۍ وایی، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له طالبانو سره د ایرانی مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه جمهور رئیس غنی ته معلومات ورکړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی پلاوی د حکومت د مخالفې ډلې له استازو سره تر لیدو کتو وروسته د کابل په سفر راغلی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچی د یوه پلاوی په مشری نن د شنبې په ورځ کابل ته راورسېد چې له بېلابېلو افغان چارواکو سره یې د کابل تهران په دوه اړخیزو اړیکو او د سولې په روانو هڅو خبرې اترې کړی دی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له طالبانو سره د ایرانی مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه جمهور رئیس غنی ته معلومات ورکړل.
په دغې کتنه کې چې نن په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو له طالبانو سره د بحث تر څنګ، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او له چابهار بندره د غوره استفادې د څرنګوالی په اړه هم بحث او خبرې کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره اوونۍ وویل چې د طالبانو له استازو سره یې د غونډې کوربه توب درلود چې د افغان سولې په اړه پکې خبرې اترې وشوې.
بهرام قاسمی خبرې غونډې ته وویل، د طالبانو استازو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عباس عراقچی سره مفصلې خبرې وکړې، خو دا چې د دغو خبرو نتیجې څه وې، نه افغان او نه هم ایرانی چارواکو تر اوسه څه ویلی دی.
طالبانو هم د تېرې سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره تهران ته د دوی د یوه پلاوی سفر تأیید کړ او ویلی یې دی چې دا پلاوی د سیمې د هېوادونو سره د اړیکو په خاطر هغه هېواد ته لېږل شوی و.
حکومت بیا د افغانستان د سولې په خاطر د هېوادونو له هغو هڅو هر کلی کړی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې لپاره یې تر سره کوی.
دې ته په کتو، د افغانستان د سولې عالی شورا د اجرائیه پلاوی غړی وایی چې ایران له دوی سره ژمنه کړې چې په افغانستان کې د مثبت رول لوبولو هڅه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.