د کورنیو چارو وزارت د کابل په ګرین وېلېج کمپ کې د موټر بمب حمله څېړی

گزارشگر:چهار شنبه 26 جدی 1397 - ۲۵ جدی ۱۳۹۷

mandegarد کابل پر ګرین وېلېج کمپ د بېګانۍ موټر بمب حملې وروسته اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چې د دغې پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» ازادی راډیو ته وویل، دا چې په چاودېدونکو موادو بار موټر له کومه ځایه او د کوم مسؤل په بې‌غورۍ سره ځان هدف ته ورسوو، په‌دې اړه جدی څېړنې کېږی.
نوموړی زیاته کړه: «له شک پرته دا موضوع په جدیت سره څېړل کېږی، په‌دې اړه تحقیقات کېږی چې دا موټر له کوم خوا راغلی، ضعف، بې‌پروایی او کم کاری چېرې وه؟ هر چا چې په‌دې برخه کې بې‌غوری کړې وی ورسره به قانونی چلند وشی.»
تېر ماښام اووه بجې د کابل د نهمې امنیتی حوزې اړوند د ګرین وېلېج کمپ مخې ته یوه موټر بم چاودنه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې څلور تنه په‌کې ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۳ تنه نور په‌کې ټپیان شول.
ویل کېږی چې په‌دغه کمپ کې غیر دولتی بهرنی کارکوونکی اوسېدل.
ښاغلی رحیمی په‌دې اړه چې ایا په‌دغه چاودنه کې بهرنیانو ته هم څه تاوان رسېدلی که نه څه نه‌وایی، خو زیاتوی چې په سیمه کې استوګنو خلکو ته ډېر مالی او ځانی تلفات اوښتی دی.
طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه پېښې مسؤلیت اخیستی او ویلی یې دی په‌دغه حمله کې دوی په لسګونه افغان او بهرنی ځواکونه وژلی دی.
کابل ښاریان وایی، چاودنه دومره زوروره وه چې هر چا فکر کاوه دا د دوی په سیمه کې شوې ده.
دوی وایی، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې تر څنګ چې له قانونه د سرغړوونکو په وړاندې اقدامات کوی باید د انتحاری حملو او چاودنو د مخنیوی لپاره هم جدی اقدامات وکړی.
په ورته وخت کې د امنیتی چارو کارپوه محمداګل مجاهد وایی، حکومت باید د ورته پېښو د مخنیوی لپاره کشفی او استخباراتی ارګانونه پیاوړی کړی.
ښاغلی مجاهد زیاته کړه: «د دغو پېښو نه د مخنیوی یوازنۍ لار د کشفی او استخباراتی ارګانونو پیاوړی کول دی چې باید له کمی او کیفی نظره پیاوړی شی، تر کومه چې تاسې د دښمن په منځ کې نه‌وئ او قوی اطلاعات ونه‌لرئ او دا شان حملې په نطفه کې شنډې نه‌کړئ تاسې نه‌شئ کولای چې په لویو ښارونو کې په چاودېدونکو موادو بار د موټرو او انتحاری حملو مخه ونیسئ.»
نوموړی د تلاشۍ پوستو او د واټونو پر سر د پولیسو فزیکی حضور ته په پام سره وویل چې دا اقدامات به د ښار د نظم او قانون ماتوونکو د نیونې په برخه کې ګټور تمام شی، خو د انتحاری حملو او چاودنو د مخنیوی لپاره باید حکومت د دغو حملو د عاملینو ترمنځ نفوذ وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.