پاکستان کې ګڼ کډوال د عمران خان د ژمنې عملی کېدو ته شېبې شماری

گزارشگر:شنبه 29 جدی 1397 - ۲۸ جدی ۱۳۹۷

mandegarله ګڼې ګوڼې ډک پېښور چې د پاکستان د اکثرو لویو سیمو په څېر په‌کې لسګونه زره افغانان اوسېږی.
دوی هر یو دلته کاروبار لری او د سپین‌ږیری کډوال عظیم خان په څېر ګڼ یې له عمران خان غواړی چې په خپلې ژمنې وفا وکړی.
نوموړی وویل: «روغه خبره یې کړې ده. ولې چې د چا پنځوس کاله شپیېه کاله وشی، نو هغه خو اوس بوډاګان دی. د هغوی بچی هم چې وګورئ هغه هم بوډاګان دی. نو حق دا دی چې دلته ورته ځای ورکړی او تابعیت ورکړی.»
اکثر کډوال دلته له څو لسیزو راهیسې اوسېږی او ځینو یې خپل وطن لیدلی هم نه دی.
عاشق الله جان چې د اووه بچیانو پلار دی وایی چې هر څه یې دلته اباد دی: «زما درې چنده عمر دلته تېر شوی دی. د ژوند هره تقاضا مې چې غواړم یې دلته شته. نو زه دلته خوشاله یم چې و اوسېږم پاکستان کې.»
هغه کډوال چې همدلته را لوی شوی څوک ودونه هم نه ورسره کوی د دې لپاره چې دوی کډوال دی.
شهزاد علم په پېښور کې د څپلیو او بوټانو دوکان لری: «موږ که له یوې نجلۍ سره تعلق جوړ کړو، نو هغه وایی ته رشته راولېږه چې زما پلار ما تا ته درکړی. ټولو نه مخکې خبره موږ دا ورته کوو چې موږ مهاجر یو. نو هغه رشته همالته ختمه شی. دومره ستونزې او اندېښنې لرو یقین وکړئ.»
د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېر ۲۰۱۸ میلادی کال په سېپټمبر کې کراچۍ ته تللی و او هلته یې اعلان وکړ چې له لسیزو راهیسې مېشت افغانان او بنګالیان حق لری چې د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړی.
هغه وروسته د پاکستان په پارلمان کې له خپلې خبرې دفاع وکړه او ویې ویل چې کډوال د ژوند سختۍ تېروی او په کار ده چې بشریت ته د درناوی لپاره هغوی ته تابعیت ورکړل شی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنری د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پروګرام مخته وړی خو د پاکستان د صدراعظم تصمیم پر ځای بولی.
یو نیم میلیون ثبت شوی کډوال په پاکستان کې اوسی چې تر اوسه یې یوه ته هم تابعیت نه‌دی ورکړل شوی.
د پاکستان ځینی سیاستوال او عام خلک بیا له دې چې په خبره یې په خپله په ګڼو ستونزو کې ډوب دی، د عمران خان دا پرېکړه ننګوی هم او وایی چې اول باید د خپل هېواد غمه وخوری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.