اجرائیه رییس: افغانستان کې موجوده نظام او اساسی قانون به دوام پیدا کړی

- ۲۲ دلو ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایی، حکومت له هرې هغې هڅې ملاتړ کوی چې موږ سولې ته ورسوی، خو په خبره‌یې په دا شان هڅو او حرکتونو کې باید د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې او قربانۍ خوندی وی.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو سره خبرې کولې وویل چې په‌دغه هېواد کې موجوده نظام او اساسی قانون به دوام پیدا کړی.
نوموړی زیاته کړه: «له هر هغې هڅې چې موږ سولې ته نږدې کوی ملاتړ یې کوو، خو په‌دغو کوښښونو کې باید د خلکو قربانۍ او ځای او لاسته راوړنې له ډلې یې جمهوری نظام، اساسی قانون، امنیتی او دفاعی ځواکونه او د خلکو فردی حقونه خوندی او د دغو قربانیو له حیثیته استازیتوب وشی، له دې پرته هېڅ ډول سوله د ټینګېدو او وړاندوینې وړ نه‌ده.»
نوموړی دغه شان وویل، مقام او څوکۍ هغه کیفیت او خوند نه‌لری چې د سولې په فضا کې د یوه عادی وګړی په شان ژوند یې لری.
دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد ځینو اسیایی او اروپایی هېوادونو ته خپل پنځم سفر پرون پیل کړ.
بلجیم، جرمنی، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دی چې ښاغلی خلیل‌زاد به د فبروری تر پایه په ‌کې د افغان سولې د پروسې په اړه په خبرو بوخت وی.
په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم پرون د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې یوې لویې ولسی غونډې ته ویلی چې اراده یې قوی ده او هڅه کوی چې په هېواد کې د ۴۰ کلنې جګړې له امله د وینې بهېدنې بهیر بند کړی.
ښاغلی غنی وویل، چې دی سوله په کعبه شریفه کې غواړی نه مسکو کې، هغه زیاته کړه چې د سولې د راتګ لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی، خو ټینګار یې وکړ چې د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده او په اړه یې پریکړه هم یوازې ولس کولای شی.
دا په‌داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو، د ملی شورا غړو او سیاستوالو په مسکو کې له طالب استازو سره دوه ورځنۍ ناسته وکړه چې افغان حکومت په‌کې برخه نه لرله.
د مسکو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ګډون‌والو یوه نهه ماده‌‌ییز ګډ پرېکړه‌لیک هم خپور کړ چې په‌‌کې د افغانستان په اساسی قانون کې د بدلون او په امنیتی او دفاعی بنسټونو کې د اصلاحاتو خبره هم شوې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او جګړې د انسټیټوټ رئیس حکمت الله اعظمی بیا په‌دې باور دی چې په افغانستان کې د سولې هوکړې په بدل کې باید د تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنې او د خلکو قربانۍ له پامه و نه غورځول شی.
نوموړی زیاته کړه: «طالب که سوله کوی باید د دې نظام برخه وګرځی نه دا چې له سره نظام جوړ کړی، خو زه فکر کووم اکثریت افغانان بېرته د طالبانو هغه پخوانی نظام چې و،هغسې نه غواړی او ورڅخه زیاتې اندېښنې لری، که چېرې طالب پخپله خوښه نظام جوړوی دا به د اکثریتو افغانانو اندېښنې راوپاروی، د تېرو ۱۷ کلونو چې کومې لاسته راوړنې دی، له دې څخه څوک سترګې نه‌شی پټولای.»
ښاغلی اعظمی وایی، د سولې په هوکړه کې تر ټولو زیات د خلکو نظر او رأیه مهمه ده چې دوی څه غواړی.
د نوموړی په خبره، غوره دا ده چې دواړې لوری په ځانګړی توګه طالبان په‌خپل دریځ کې نرمښت وښیې او له حکومت سره په‌داسې ډول د سولې خبرو ته حاضر شی چې په هغه کې د خلکو قربانۍ او غوښتنې په نظر کې ونیول شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.