پوهنې وزارت د اسلامی تعلیماتو د ۱۰۷ جلده کتابونو د چاپ تړون لاسلیک کړ

- ۰۵ حوت ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د پوهنې وزارت د اسلامی تعلیماتو د ۱ عشاریه ۹ میلیونو کتابونو د چاپ تړون د سرور سادات په نوم له یوې خصوصی مطبعې سره لاسلیک کړ.
د افغانستان د پوهنې وزارت د اسلامی تعلیماتو په برخه کې د ۱۲ میلیونو د اړتیا وړ کتابونو له ډلې د ۱ عشاریه ۹ میلیونو کتابونو چې ۱۰۷ جلده کېږی، د چاپ تړون یې له یوې خصوصی مطبعې سره په کابل کې لاسلیک شو.
د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخی د تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې دا کتابونه به په څلورو میاشتو کې چاپ شی او دوی به یې د چاپ له کارونو څارنه وکړی.
ده وویل: «د لومړی ځل لپاره دا کتابونه په کور دننه چاپېږی چې لیکونکی یې هم افغانان دی، د کتابونو د ډیزاین چارې یې هم زموږ له خوا بشپړې شوی او له نېکه مرغه چې په داخل کې چاپېږی، یعنې ټول کارونه یې په بشپړ ډول افغانی دی.»
د پوهنې سرپرست وزیر همداشان وویل چې د اسلامی تعلیماتو لپاره د اړتیا وړ نور کتابونه چې شمېر یې ۱۰ میلیونو ته رسېږی، هم د چاپ په اړه یې له اسلامی هېوادونو سره خبرې روانې دی چې ژر به یې د چاپ کارونه هم وشی.
د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دې هېواد کې ۱۲۰۰ دینی مدرسې ثبت دی چې څلور لکه زده کوونکی په کې دینې او اسلامی زده کړې کوی.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایی، د هغو دینی مدرسو چې لا نه دی ثبت شوی، د ثبت او راجستر هڅې یې روانې دی.
اوس مهال انتقادونه موجود دی چې د یو شمېر سیمو په دینی مدرسو کې زده کوونکو ته د ترورېزم او سخت دریځۍ درسونه ورکول کېږی.
که څه هم د پوهنې وزارت له سرپرست وزیره په دې برخه کې پوښتنه وشوه، خو نوموړی دې مسئلې ته اشاره ونه کړه، خو ویې ویل چې ثبت شوې مدرسې د دې وزارت تر څارنې لاندې دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د پوهنې وزارت په کور دننه د چاپ له مطبعو سره د کتابونو د چاپ تړون کوی، بلکې تر دې وړاندې یې هم د بهیر په نوم له یوې مطبعې سره د ۱۲ اعشاریه ۲ میلیونو کتابونو د چاپ تړون کړی و.
په همدې حال کې د افغانستان د ولسی جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو د دینی او فرهنګی کمېسیون په کور دننه د کتابونو چاپ یو ښه اقدام بولی، خو ټینګار کوی چې باید د کیفیت په برخه کې یې څار وشی.
د دې کمېسیون یوه غړی قادر قلاتوال ازادی راډیو ته وویل: «په افغانستان کې د کتابونو چاپ د افغانانو په ګټه دی، کله چې دا کتابونه په بهر کې چاپېږی، په انتقال یې هم ډېر زیات لګښت راځی، اوس چې دا کتابونه په داخل کې چاپېږی، باید کیفیت یې لومړۍ درجه وی.»
نوموړی وویل چې د پوهنې وزارت ترڅنګ به دوی هم د کتابونو د چاپ له کارونو څارنه وکړی او هڅه کوی چې یاد کتابونه په ښه کیفیت او ټاکلی وخت چاپ او د مدرسو زده کوونکو ته ووېشل شی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوهنې وزارت وایی چې په روان لمریز کال کې یې ۴۹ اعشاریه ۲ میلیونه کتابونه چاپ کړی او هڅه کوی چې په ښوونځیو او مدرسو کې د کتابونو د کمښت مسئله حل کړی.
که څه هم د افغان حکومت له لوری د ښوونځیو د کتابونو د چاپ لپاره د نبراسکا په نوم مطبعه ځانګړې شوې، خو د پوهنې وزارت وایی چې د کتابونو د چاپ د ښه کیفیت په خاطر یې ځکه دغه کتابونه د چاپ لپاره خصوصی سکټور ته ورکړل.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.