د ښځو شبکه د سولې په پروسه کې د ښځو پر ۵۰ سلنه ونډې ټینګار کوی

- ۰۶ حوت ۱۳۹۷

د افغانستان د ښځو شبکې غړی د سولې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وایی، په دغه بهیر کې رامنځته شوی پرمختګونه پټ ساتل شوی او د ښځو ونډه هم په‌کې کمرنګه ده.
د دغې شبکې مشرې مېرمن ماری اکرمی د دوشنبې په ورځ، ۱۳۹۷ کال د کب ۶ یوې ناستې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د سولې په پروسه کې باید ښځو ته ۵۰ سلنه ونډه ورکړل شی.
نوموړې وایی: «کله چې موږ وایو در افغانستان ښځې د ټولنې نیمایی برخه جوړوی باید لږ تر لږه په ټولو پرېکړو او بحثونو کې حضور ولری او ۵۰ سلنه ونډه ورکړل شی او هېڅ معامله موږ ته د منلو وړ نه‌ده.»
دغه شبکه وایی، د سولې او پرمختګ په نامه هره هڅه او حرکت چې د افغانستان د ښځو ۱۷ کلنې لاسته راوړنې زیانمنې کړی، د دوی له کلک غبرګون سره به مخ شی.
تر دې وړاندې د مدنی ټولنو یو شمېر مسؤلانو او ښځینه فعالانو هم له حکومته غوښتی چې د سولې په پروسه کې باید ونډه ورکړل شی.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږی چې په دې وروستیو کې د سولې خبرې تر بل هر وخت زیاتې تودې شوې دی. د سولې د هڅو د پت ساتلو په اړه پخوا هم د یو شمېر ښځینه فعالینو له‌خوا انتقادونه مطرح شوی وو، خو افغان حکومت تل ویلی چې د افغانستان سولې په اړه هېڅ خبره د افغانستان له خلکو پټ نه‌پاتې کېږی.
د افغانستان د سولې عالی شورا د دارالانشاء رییس او د سولې د سیمه‌‌ییزې اجماع په چارو کې د افغانستان ولسمشر ځانګړی استازی محمدعمر داوودزی وایی، د سولې اړوند خبرو کې حکومت د هېواد د بېلابېلو قشرونو سره سلا مشورې کړی او د مدنی ټولنې او د ښځو ونډه هم له پامه نه‌ده غورځول شوې.
ښاغلی داوودزی د دوشنبې په ورځ ۱۳۹۷ کال د کب ۶ یوې خبری غونډې ته وویل، د سولې په مشورتی جرګه کې هم ښځو ته لږ تر لږه ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شوې ده.
نوموړی وایی: «په‌دې لویه جرګه کې د ښځو حضور به لږ تر لږه ۳۰ سلنه وی او د ښځو کمېټه نن د تشکیل کېدو په حال کې ده او ښځې به پوره ونډه لری.»
د افغانستان د ښځو شبکه په داسې حال کې د سولې په مذاکراتو کې د ښځو په مشارکت ټینګار کوی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او طالب استازی پرون په قطر کې د خبرو اترو پنځم پړاو پیلوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.