سولې عالی شورا: لاهم په رسمی ډول د قطر په غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده راکړل شوې

- ۰۶ حمل ۱۳۹۸

mandegarشااوخوا درې اوونۍ هغه څه ته چې دوهمه بین‌الافغانی غونډه بلل کېږی، پاتې دی.
د افغانستان د سولې عالی شورا مرستیاله حبیبه سرابی ظاهراً په‌دې غونډه کې د ګډون لېواله ده.
مېرمن سرابی تېر ماښام له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر اوسه رسماً دوی ته په‌دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.
نوموړې وویل: «هغه څه چې په قطر کې ترسره کېږی البته د قطر په بلنه ده. موږ د سولې د عالی شورا د دارالانشاء مشر لرو، له هغه سره په‌دې اړه بحثونه شوی دی. تر اوسه د سولې عالی شورا استازو ته په رسمی ډول بلنه نه‌ده ورکړل شوې.»
د مېرمن سرابی تر دې خبرو څو ساعته وړاندې د روسیې انټرفکس خبری اژانس د قطر د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې تمه ده د افغانستان د حکومت استازی هم په‌دې دوهمه بین‌الافغانی غونډه کې ګډون وکړی.
د دې غونډې هدف د افغانستان له بحرانه د وتلو لپاره د یوې حل‌لارې موندل ښودل کېږی.
د قطر سرچینې چې نوم‌‌یې نه‌دی ښودل شوی، انټرفکس ته ویلی چې د قطر د غونډې د ګډون‌والو شمېر به د مسکو تر غونډې لوړ وی، یعنې شااوخوا ۱۰۰ تنه به وی.
تر اوسه د قطر په غونډه کې د افغانستان د حکومتی استازی ګډون رسماً نه‌دی تأیید شوی.
ازادی راډیو هڅه وکړه، څو په‌دې اړه د ارګ او یا هم د اجرائیه ریاست د چارواکو تبصره واخلی، خو د تېرې ورځې تر ناوخته پورې بریالۍ نه‌شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تېره شپه ازادی راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې عالی شورا په‌دې اړه د تبصرې مرجع ده.
د ټاس خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی د جمعې په ورځ له امریکایی او چینایی چارواکو سره تر لیدو وروسته په واشنګټن کې وویل چې دوهمه بین‌الافغانی غونډه به د اپرېل پر ۱۴مه او ۱۵مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شی.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو د پوهنځی استاد نصرالله ستانکزی د قطر په غونډه کې د افغانستان د حکومت د استازو ګډون مهم بولی.
دی وایی: «زه هیله‌مند یم او په‌دې باوری یم که د افغانستان د حکومت کشران هم وی، د قطر په کنفرانس کې ګډون وکړی دا به یو ښه فرصت وی، حداقل د مذاکراتو د پیل لپاره او یا د افکارو د اورېدو لپاره.»
مسکو د تېرې میلادی میاشتې پر څلورمه او پنځمه نېټه د افغانستان د سولې په اړه د لومړنۍ بین‌الافغانی غونډې کوربه و.
دا غونډه د حکومت د رسمی استازو له حضور پرته ترسره شوه، خو لسګونه افغان سیاسی څېرو او د طالبانو استازو ګډون په‌کې درلود.
طالبان په قطر کې سیاسی دفتر لری.
ټاکل شوې وه تر دې غونډې وروسته د طالبانو یو پلاوی په پاکستان کې د افغانستان د سولې په اړه بحث وکړی، خو اسلام‌اباد ته د هغه پلاوی تر سفر دمخه د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره له‌دې کبله‌یې شکایت وکړ چې د طالب پلاوی د غړو نومونه د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل وو او اسلام‌اباد ته د سفر په اړه له کابل سره مشوره نه‌وه شوې.
د کابل دغه اقدام په اسلام‌اباد کې د مذاکراتو مخه ونیوله.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.