د روژې په رارسېدو د کابل په مارکېټونو کې نرخونه لوړ شوی

- ۱۶ ثور ۱۳۹۸

mandegarسږکال د روژې په رارسېدو سره د کابل ښار په مارکېټونو کې د خوراکی موادو نرخونه لوړ شوی دی.
د کابل ښار بېوزله اوسېدونکی وایی، د روژې په رارسېدو سره د کابل په مارکېتونو کې د خوراکی موادو بیې دومره لوړې شوی چې دوی یې د اخیستلو توان نه لری.
شل کلن روح الله چې د کابل ښار په باغ قاضی مارکېټ کې پر لاس ګاډی مزدوری کوی، ازادی راډیو ته وویل، په ورځ کې سل یونیم سل افغانۍ تر لاسه کوی، خو د خوراکی موادو د بیو د لوړېدو له امله نه شی کولای چې د ضرورت وړ مواد پرې واخلی.
ده وویل: «هر څه ګران شوی، که اوړه دی، که غوړی او که بوره، کراچی وان او غریب سړی یې نه شی اخیستلی، زه په ورځ کې سل یونیم سل افغانۍ ګټم، هره ورځ یو من اوړه اخلم، کله ورته پیسې برابرې شی او کله نه.»
د دغه ښار بل اوسېدونکی جاوید وایی، په نورو هېوادونو کې د روژې په میاشت کې مواد ارزانېږی، خو دلته ګرانېږی.
ده زیاته کړه: «یوه بوجۍ اوړه ۱۴۵۰ افغانیو ته پورته شوې، پخوا په ۱۳۸۰ وه، غوړی له ۱۰۰۰تر ۱۰۵۰ پورته شوی، په نورو هېوادونو کې په دې میاشت کې بیې ټیټېږی، خو دلته لوړېږی، زه په ورځ کې درې سوه افغانۍ ګټم، خو وسه مې نه کېږی.»
دوی له حکومته غواړی چې د بېوزلو اقتصادی ستونزې په پام کې ونیسی او په مارکېټونو کې د موادو بیې وڅاری.
د باغ قاضی هټۍ وال وایی، افغانستان یو وارداتی هېواد دی او د موادو د بیو لوړېدل د ګاونډیو هېوادونو په مارکېټونو پورې اړه لری.
دوی دا هم وایی، مواد له لویو واردوونکو په لوړو بیو اخلی او په ډېره لږه ګټه یې پلوری.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د متشبثینو د ټولنې مشر رحم الدین حاجی اغا تېره ورځ د خپلې ټولنې له خوا د یوې اعلامې په خپرولو سره له ټولو واردوونکو غوښتی چې د روژې په میاشت کې دې د خوراکی موادو بیې نه پورته کوی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت د وزارت نظر ولرو، خو اړیکې مو ورسره ټینګې نه شوې.
په دې اړه کابل ښاروالۍ وایی، د کابل ښار ټولو اصنافو ته یې جدی سپارښتنې کړی چې د موادو په پلورلو کې له عدالته کار واخلی.
د کابل ښاروالۍ ویاند جلیل سلطانی ازادی راډیو ته وویل: «موږ له ټولو درنو پلورونکو جدی هیله کړې چې اسلامی ارشاداتو ته په پام د موادو په پلورلو کې له انصاف او عدالته کار واخلی»
دا لومړی کال او لومړۍ روژه نه ده چې د کابل ښار په مارکېټونو کې د خوراکی او داسې نورو موادو بیې لوړېږی، بلکې هرکال د روژې او اخترونو له راتګ سره د خوراکی او غیر خوراکی موادو بیې لوړېږی.
سره له دې چې حکومت د بیو د څار ژمنې کوی، خو خلک وایی چې دغه ژمنې هېڅ کله هم عملی شوې نه دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.