ملی امنیت د کابل پوهنتون یو بل استاد هم له داعش سره په تړاو ونیو

- ۱۶ سرطان ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان ملی امنیت د کابل پوهنتون درېیم استاد هم له داعش سره د همکارۍ او سلفیت ته د ځوانانو د جذبولو په تور ونیو.
د ملی امنیت د عمومی ریاست په اعلامیه کې راغلی چې د کابل پوهنتون استاد مبشر مسلمیار او د داعش د ډلې د ځوانانو د جلب او جذب مسؤل د دغه پوهنتون د دوو فارغ التحصیلانو سره په دې وروستیو کې نیول شوی دی.
په اعلامیه کې د کابل پوهنتون د دوو نورو استادانو مولوی ظاهر داعی او محمد معروف راسخ د نیول کېدو په اړه معلومات وړاندې شوی او ویل شوی چې د درې نویو نیول شویو کسانو د اعتراف په اساس ښاغلی داعی او راسخ داعش ډلې ته ځوانان جلب او جذبول.
د افغانستان د ملی امنیت په اعلامیه کې راغلی: نوموړو لومړی ځوانان او د پوهنتون محصلان سلفیت او له دې لارې د داعش ترورېستی ډلې ته جذبول، له دغو نیول شویو یو کس چې درې کاله مخکې د دغو استادانو په ذریعه داعش ډلې ته جذب او ننګرهار ولایت ته استول شوی و، څرګندونې را اخیستی چې مبشر مسلمیار، ظاهر داعی، معروف راسخ او ابو عبیدالله متوکل ډېری زده کوونکی په دوامداره توګه ننګرهار ولایت ته راغلی او د داعش په ډله کې یې فعالیت کاوه.
د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
د ملی امنیت اعلامیه زیاتوی: دغو دوو نیول شویو ترورېستانو د جنت ګل زامنو احمد طارق او احمد فاروق په شپږمه ناحیه کې د میوند د پهلوانۍ پر کلپ، په شپږمه ناحیه کې د اداری اصلاحاتو د کمېسیون د مامورینو پر موټر او د کابل د حامد کرزی په هوایی ډګر حملو کې لاس درلود.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.