د احمد ولى مسعود د ویناو لنډیز د ملى وفاق په لمړنۍ ټاکنیز کمپاینونو غونډه کښى: خدای (ج) هغه ملت سرلوړى ساتی، کوم چه غواړى خپل برخلیک پخپله وټاکی

- ۲۲ اسد ۱۳۹۸

هغه خلک چه ما له پخوا پیژنی، هغوى پدى پوهیږی چه زه نه ده څوکۍ او مقام وږى یم او نه هم د معاملی او لوړ دولتى وړاندیزونو لکه لمړى معاونیت، بهرنى چارو وزارت او همدارنګه مى د کابینى غړیتوب مى منلى. اما کله چه د ملت او د خلکو بى وزلى او د حکومتى چارواکو بى عزتى مى ولید، نور مى صبر او تحمل ونشو کړاى او په دغه سختو او حساسو شرایطو کى می ځان د افغانستان ولس مشرى ته نوماند کړ.
mandegarکه خداى ج غوښتى وی او موژ بریالۍ شوو، پرته د یو ورځى له ځنډ څخه د خپلو خلکو په خدمت کښى به اوسم، او که د خدایى رضا نه وو او بریالۍ نشولو، زما د ورور (شهید احمد شاه مسعود) په وینا زموژ لاره برحقه ده، رسیږو او که نه رسیږو په دواړو کښى موږ بریالى یوو.
پس له هغه چى مى ځان نوماند کړ، د ملى قهرمان زیارت ته ولاړم، یو دعا مى ارواښاد ته وکړ او یو مى هم ځانته، چه خدایا! که زه خلکو ته وسیله د خیر او نیکى یم، مرسته راسره وکړه او که د بدى او شر سبب کیږم ومى دروه چى زیان مى چاته و نرسیږى.
د اقبال لاهوری پورتنى نیم بیتى زما د نوماند کیدو روښانه دلیل دى، چى زموژ ملت باید خپل برخلیک باید پخپله وټاکی. ځکه تر اوسه نه جګړه، نه سوله او نه هم ټاکنی، هیڅ یو ډګرونه زموژ نه وو.
یونیم لسیز مخکښى د ملى اجندا په لمړنۍ طرح کى ما په کلکو ټکو داسى لیکلى وو: «ولیدل شى چى زموژ مشران کولاى شی چى د نړیوال ټولنى له راتګ څخه د هیواد په ګټه سمه استفاده وکړى ترڅو یو ملى دولت او زعامت رامنځته شی، که چیرى نړیوال سیاست تغییر کړی نو موژ بیا هم په تش میدان پاتى کیږو»
بى له شکه چى په دغه اتلسو ١٨ کلنو کښى، اکثر مشران د یو لوى او ملى کار په ځاى، د نړیوال ټولنى له راتګ څخه شخصى ګټى پورته کړل، څوکۍ او مقام ته رسیدل، غلط تشکیلات جوړول، تقلب، قومى تعصبات، د ملکیتونو غلا او همدارنګه د نړیوالى ټولنى په سلګونو میلیونو ډالرو مرستى شخصى لګښتونه شول.
پس له اتلسو ١٨ کلونو څخه یوازینى میراث موژ ته فساد، فساد، فساد …. راپاتى دىـ سیاسى فساد، اخلاقى فساد، ټاکنیز فساد او حتى دین او سوله اى هم په فساد ښکیل کړل.
روښانه او لویه درغلى یا فساد راتلونکوټاکنوکى دحکومتى ټکټونو کى په سلهاو میلونو ډالر چه د حکومت د بودیجى څخه یی خپل په ګټه مصرفوى،
داچه دټاکنو لوړمصرف د ټاکنو د کمیسون څخه د پنځوسو میلونو وړاندیز شوى،
داچه یو حکومتى ټیم دیو ټلویزیون سره د دوه میلونو چه ۱۶۰ میلونه افغانى کیږى تړون لاسلیک کړى ترڅو دوى ته کمپاین وکړى دغه حکومتى لوړپوړى کسان چه دومره غټ فساد او درغلى ته ملاتړلى دوى خپل ضمیر او ویژدان ته ژمن دى نه نوڅنګه کولى شى دوی دنورو ویژدانته ځانونه سپین کړى او د افغانستان ملى ګټوته ژمن پاتى شى اساتنه یی وکړى.
دوی څنګه کولى شی چه دبیا ځلى لپاره یی ځانونه نوماندانکړى او د ولس په سترګوکى خاوری شیندى او د راتلونکى قدرت لپاره خپلى سترګى ګنډلى،
دغه اوسنى حکومت چه نه تری ولس راضى دا اونه نړیوال څنګه کولى شی چه د خلکوڅخه د بیاځلی لپاره د دوى په ګته رایه وکاروى.
اوکه ددومره ناخوالو ترڅنګ ولس دغه ظالم حکومتى نوماندانوته رایه ورکوى ددى وطن، دخلکواودتاریخ په وړاندى دخداى په حضور پدى شریک دى،
دڅلویښتو خاصتآ۱۸کلنونکى دغه ملت دهرقیسم حکومت ایدئولوژیک کیڼ؛اښی ؛قومونوته تړلى پخپلوسترګو وآزمایل اوسنو بله لارنلرو بغیر دیواولى اتحاد اودملى وفاق اودټولو قومونو چه افغانستان کى خپل ژوندکوى اویوبل منى اودهیواددابادى لپاره دملى منافو لپاره ژمنتیاولرى دراتلونکى نظام لپاره چه ټول قومونه خپل ځان پکى ووینى راتلونکى قدرتونوکى مساویانه ویش ولرى دعدلت پربنسټ ولاړ هراړخیزه قومونه پکى ونډه ولرى دیو جمهورى ریاست ،صدارت،مقننه اوقضایه دصلاحیت لرونکى تعرف پکى شوى وی،دولایتى شوراګانو ،دوالیانو نیمه انتخاب په زانګړى توګه ټولوته یوشان دنظام په چوکاټ کى زمونږ لپاره یومنل شوی اصل دى،
دیووالى اودملى وفاق دسولى راوستل ،
چه پدا ۱۸ کلنونکى د سولى د پروسى څخه یی دشیدوغوا اویوه تجارتى سوله چه دستخباراتو په وړاندى مخته ځى چه هریو پکى خپلى ګټى لرى هیڅکله به پداسى پروژه کى چه دنورو ګټى دى سولى ته ونرسیګو.
هرچیرته چه دسولى غږ پورته کیداى احمدشاه مسعودبه زه دیوغړى په حیث ورپیژندم دمقامت په وخت کى مى دعباس ستانکزى سره په سویس کى ولیدل چه ریاست یی دقانونى صاحب په مشرى ترسره کیده مختلفو هیوادونوته موسفروکړه.
خپله احمدشاه مسعود میدان شارته چه د دسرپه بد تمامیده د دریو کسانو سره چه دته نیږدى ول ولاړه، داود داود شهید، شمس الدین خان لکن خیل و محمدګل چه د دریور وه دطالبانو سره یی مجلس دسولى په تړاو ترسره کړه.
استاد ربانى په همدى لاره شهیدشو،
نوکه سوله د طالبانو سره په همغه پرونى فکروى نولازه ګڼم چه ترپرونه ورسره په جګړه بوخت ول دمقامت زانګړى څهرى ورسره دسولى په پوسه کى دخیل وی ،
دسولى لپاره استازى افغانستان شموله ملى وی ،
دټولوطالب استازوترڅنګ باید دمقامت استازى هم ګډون ولرى.
که سوله نن راځی او د سبالپاره راځی نوځوان نسل چه دونیایی،ژوندیی،سوله یی،ارزښتونه یی دطالب دفکرسره بدلون لرى ګډون وکړى،
داچه دپرون طالبان د پخوانى موقف سره دنیږدو څهرود یوناکام حکومت سره توافقته رسیږى دا دسولى په معنى نده.
دانو یوځاى والى دى ددواړو دمنافو پربسټ،
مونږ هیڅکله په هیڅ صروت داسى وحشته نه تسلیمیږو،
اوکه چیرته مجبورشو باید مقامت وکړو چه داوارى دځوان نسل غږبدرګه هم زمونږ سره ده.
داخلى وفاق د منطقى هوکړه دنړى هوکړه لیک دسولى اصلى ریخى دى.
دملى وفاق په منشورکى دسولى لپاره لیکلى هرڅه لرو،
ټاکنى یو فرصت دى دبدلون لپاره.
د درغلیو ټاکنى نغواړو یو عادلانه او دیموکراتیکى ټاکنى مو سره کرښه ده.
۵ کاله مخکى مو ټاکنى چه د درغلیو پربسټ ترسره کړى که نواى شوى اوس به د دى تاریخى تاوتریخوالى چه هر ناخوالى پکى رنغښتى ده شاهدنوو.
کومه توافق نامه چه دمیلونونو خلکو رای پکى معامله شوى دبل کس په وړاندیز حکومت جوړشو بیاځلى یی نغواړو،
څه وخت مخکى مو دکمیشنرانو دټاکنو اودنوماندانو په مخکى دملى تلویزون په وړاندى چه دغه ده نوى کمیشنرانوته رایه ورکړه اوټاکل شو هیله مندیم چه لاس وهنه موتراوسه باقى ده داسى نه چه ټاکنى بیادحکومت په ګټه وکاروى که یو هم داځلى څه ونه وایی نوځما دجدى غبرګون سره به مخ شى،
په اخره کښى موژ یو پنځلس ١۵ ماده ایزه سند لاسلیک کړ چی ددغى سند پر اساس د درغلیو پرته د ټاکنو ترسره کیدو هوکړه ترسره شوه.
راتلونکى ټاکنى به د تیرو ټاکنو په څیر هیڅکله به درغلیو سره د منلو وړ ندى، موژ نور د پنځو کلونو لپاره د درغلیو د پایلى حکومت نغواړو…
د کمپاینونو د پایل سره سم، هر ولایت کښى به د خپلو خلک او ملاتړو ترڅنګ به په کلکه ودریږوو او داځل هیچ چاته به اجازه ورنکړو چى درغلى وکړى او خپل نا مشروع حکومت پر موژ و منی…
دا زموږ ژمنه ده!
ژوندى دى وی افغانستان
او تل دى وی ملى وفاق

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.