د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشـرۍ له ۱۷کانـدیدانو یـوازې دوو خپـل څارونکـی راپېـژنـدلی

- ۰۳ سنبله ۱۳۹۸

له انتخاباتی کمپاینونو د یوې میاشتې په تېرېدو او د ولسمشریزو انتخاباتو په رانږدې کېدو سره، تراوسه یوازې دوو کاندیدانو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته خپل څارونکی ورپېژندلی دی.
د انتخاباتو لپاره کاندیدان کولی شی چې په ټول هېواد کې د انتخاباتو د شفافیت په خاطر د انتخاباتو او د رأیې شمېرنې د بهیر لپاره خپل څارونکی معرفی کړی او کمېسیون هم مکلف دی چې د دوی د روزنې، ثبت او د اعتبارنامې لپاره کار وکړی، خو تراوسه له ۱۷ کاندیدانو یوازې دوو کاندیدانو محمد اشرف غنی او ګلبدین حکمتیار خپل څارونکی د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورپېژندلی دی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویندوی مرستیال مرزا محمد حقپرست وایی: یوازې محمد اشرف غنی او ګلبدین حکمتیار خپل څارونکی معرفی کړی دی، دوی (نور نوماندان) قانع کوونکی دلایل نه لری، که د سنبلې تر ۳۰مې یې فارمټونه ډک نه کړل او څارونکی یې رامعرفی نه کړل، نور وخت نه ورکول کېږی او کمېسیون به نور عملیاتی پروګرامونه پرمخ بوځی.
سره له دې چې پر انتخاباتی کمپاینونو یوه میاشت اوړی، ډېری کاندیدانو تراوسه په جدی توګه انتخاباتی مبارزې نه دی پیل کړی، ولایتونو ته هم نه دی تللی او خپل پروګرامونه یې هم نه دی بیان کړی.
یو کار چې کاندیدانو په دې موده کې باید کړی وای، په محلونو کې د رأیو ورکوونکو د بهیر د څار لپاره د زرګونو څارونکو ور پېژندل وو، خو کاندیدانو ورته ډېر پام نه دی کړی.
کمېسیون وایی، د څارونکو د پېژندلو، ثبت، روزنې او دوی ته د اعتبارپاڼو ورکړه یوه پېچلې لړۍ ده او وخت غواړی.
د کمېسیون ویاند وایی، دغه کار ته یوازې ۲۷ ورځې پاتې دی.
ولسشمریزو انتخاباتو ته کاندید فرامرز تمنا وایی، کمېسیون ته د څارونکو د ورپېژندلو هېڅ اړتیا نه شته.
ده زیاته کړه: د درغلیو او تقلب لپاره د څارونکو استخدام سمه کړنلاره نه ده، بلکې پراخې درغلۍ د انتخاباتو په ورځ د رأیو ورکولو وروسته د شپې له خوا کېږی، له همدې امله د تدبیر او توسعې انتخاباتی ټیم تراوسه خپل څارونکی نه دی ورپېژندلی.
د تمنا په څېر نور کاندیدان هم پر څارونکو باور نه لری.
د کاندیدانو له خوا د منابعو کموالی د څارونکو د نه ګمارلو بل دلیل دی.
د دغو کاندیدانو له ډلې شهاب حکیمی د انتخاباتو ناڅرګند برخلیک کمېسیون ته د څارونکو د نه ورپېژندلو دلیل ګڼی.
ده وویل: دا چې د سولې برخه لیک معلوم شی، د انتخاباتو او څارونکو ورپېژندلو ته به لاړ شو.
د انتخاباتو څارونکی بنسټونه په دې باور دی چې نړیواله ټولنه او ان پخپله کاندیدان د انتخاباتو کېدو ته کلکه اراده نه لری.
دغه بنسټونه وایی، که انتخابات وشی او کاندیدان خپل څارونکی ور ونه پېژنی، په انتخاباتو کې به د درغلیو احتمال ډېر شی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوی رئیس یوسف رشید وایی: په خواشینۍ سره نړیواله ټولنه او کاندیدان له دغې پروسې سره علاقمندی نه لری، که د ورځې په پای کې دغه کاندیدان راشی او خپل څارونکی معرفی کړی، د درغلیو د مخنیوی پرځای به بحران رامنځته او یو غیر مسلکی کار به وی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، انتخاباتو ته تیار دی، حکومت هم ټینګار کوی چې انتخابات دې په ټاکلی وخت وشی، امنیتی ځواکونو هم د انتخاباتو لپاره خپلې امنیتی تیاریانې اعلان کړی، خو ځینی خلک وایی چې د سولې د بحثونو تودېدو د انتخاباتو په بهیر سیوری کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.